<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-25 18:35:44    
د بيجينګ لومړی ادبي فيستوال جوړ شو

cri

د بيجينګ لومړي ادبي فيستوال چه د بيجينګ د ليکوالانو د ټولنې له خوا اجرأ شوي ، د سپتمبر له ١٩ مې نيټې نه تر ٢٥ مې نيټې پوري په بيجينګ کي جوړ شو ٠

د بيجينګ د ادبي فيستوال د جوړولو مقصد دا دی چه هغو کسانو ته چه له ادب سره مينه لري ، تل دادبي چارولپاره هڅه کوي او د کلونو کلونو راهيسي يي د ادبياتو په عرض هڅې کړيدي ، د خپلو ادبي لياقتونو د ښودنې او تبادلې فرصت برابر کړي او په ټولنه کي د ادب سره مينه لرونکي دود دستور بيا رامنځ ته کړي٠

د معلوماتو له مخي ، د بيجينګ د لومړي ادبي فيستوال فعاليتونه په څلورو برخو ويشل شويدي ٠ لومړی ، د ليو هين ، بي شو مينګ ، هاي يانګ او جو ګوه پينګ په شمول ٣٠ تنو چيني مشهورو ليکوالانو او ادبي انتقاد کوونکو د بيجينګ او چين هوا په پوهنتونونو، د مشهور ليکوال لو سيونګ په يادونځي ، د بيجينګ ښار د ٦٦ م منځني ښوونځي او د بيجينګ ښار د مختلفو سيمو او ولسواليو په کلتوري مرکزونو کي په عين حال کي په وړيا ډول ادبي سيمينارونه جوړ کړيدي ٠

دوهم ، د ادبي فيستوال په موده کي ،د فلمونو د ښودلو نندارتون هم جوړ شوي چه پکي د زلميتوب د سندرې ، د تالندې او بارانونو او د اکيو د رسمي بيوګرافۍ په نامه د فلمونو په شمول څه د پاسه لس فلمونه چه د چين د مشهورو ادبي اثارو پر بنا جوړ شوي ښودل شويدي ٠

دريم ،د هغو نويو او زړو ليکوالانو د ستاينې او تقدير لپاره چه د چين د ادبي چارو لپاره يي وتلي خدمتونه تر سره کړي وو ، د ادبي فيستوال په موده کي هغه ليکوالان د ارزيابی له لاري هم انتخاب شوي دي چه د تمام عمر د موفقيت په نامه جايزې ، د ادبي ابداع په نامه جايزې او د چينی ژبي د ليکوال په نامه جايزې دغه دري ادبي لويي جايزی يي اخيستي دي ٠ برسيره پر دی ، په دې ادبي فيستوال کي د لومړی ځل لپاره د ماشوم ادب د شبکه ايز ايجاد مسابقه او د ماشوم ادب بينالمللي شبکه ايزه مسابقه هم جوړه شوه ٠

څلورم ، د سپتمبر په ٢٥ مه نيټه ، د بيجينګ ادبي فيستوال د پايتخت په تياتر کی د جايزو د ور کولو درانده مراسم پر ځاي شول او د اوونۍ فعاليت يي پاي ته ورسيد ٠ دغه ورځ هم دچين د لوي ليکوال ښاغلي لوسيون د زيږيدنی له ورځې سره مصادفه وه ٠

بيجينګ د يوه عصري لوي بينالمللي ښار په توګه ډول ډول هنري فيستوالونه ، د ډرامو فيستوال او د فلمونو فيستوال درلودلي دي ، خو يو اغيزه لرونکي ادبي فيستوال يي هم نه درلود ٠ داچه په بيجينګ کي زيات شمير ليکوالان او ادبي برجسته شخصيتونه راغونډ شوي ، نو په بيجينګ کی د ادبي فيستوال جوړول خورا ستر اهميت لري ٠ د بيجينګ ښار د ليکوالانو د ټولنې سرمنشي ښاغلی لي چينګ دا څرګنده کړه چه مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکي کي به هر کال يو ځل ادبي فيستوال جوړ کړو ٠