<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-25 18:55:48    
کب روغتيايي خواړه دي

cri

په نړۍ کې ډير خلک په دي ښه پوهيږي چه کب دخوړو يوه ګټوره ماده دي مثلأ په جاپان کې زيات خلک د کب خوړل ډير خوښيږي ، نو په دي هيواد کې هغه ناروغان د نورو هيوادونو په نسبت لږ دي چه دزړه او د وينې د رګ په ناروغيو کې اخته شوي دي ٠ لکه د افغانستا د هيواد په نامه په ورځپاڼه کې داسي ليکل شوي چه٠ ولي کب يا ماهي د انسان د يوي ځانګړي کټورې او ضروري خوراکي مادي پر نامه نومول شوي دي ؟ د خوړو دغه ماده څه ځانګړتياوي لري چه د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې د انسان پر روغتيا د هغه د اغيزې او د ناروغيو د مخنيوي له پاره څيړنې تر سره شوي دي ؟ دغه سوال ته د ځواب له پاره بايد لومړي د کب غذايي خواصو ته پاملرنه وکړو٠ ماهي يا کب ډير لوړ غذايي ارزښت لري او کولي شي پر يوازي توګه انسان ته ډير اړين او ګټور خواړه وي ، خو هغه ځانګړتيا چه د خوړو ترمنځ يي د ماهي غوښې ته وربښلي ده هغه په دغو خوړو کي يو ډول غوړ دي ٠ کب او نور سيندني خواړه له دي سره سره چه دڅارويو د محصولاتو له ډلې څخه دي ٠ خو دغوړيو د ترکيب له پلوه له څارويزو موادو سره توپير لري ٠ په خارويزو خوړو کې شته غوړ پر بشپړه توګه د اشباع شويو غوړو پر نامه اوسيدونه دي چه دغه مواد په وينه کې د کلسترول او نورو ناوړه غوړو د زياتوالي لا مل ګر ځي ، نو له دي کبله د زياتو څارويزو غوړو خوړل د زړه او رګونو روغتيا ته زيان رسوي او په پايله کې د زړه او ماغزو د سکتي سبب ګرځي ٠ خو کب له دي سره سره چه څارويز خواړه دي په هغه کې شته غوړ مشبوع نه دي ، پر دي سر بيره د امګا دري پر نامه غير مشبوع غوړ اسيد لري چه د انسان د روغتيا له پاره ډير ګټور دي او په انسان کې د راپيدا کيدونکو ډيرو ګډوډيو له منځه وړلو په کار کې جوړونکي او ستره دنده ور پر غاړه ده ٠ په زړه پوري ده و پوهيږو چه په کب کې شته غوړ په وينه کې د کلسترول د زياتوالي او د زړه او رګونو ناروغۍ نه رامنځ ته کوي ، بلکه په وينه کې شته کلسترول کموي او د زړه او رګونو له روغتيا سره مرسته کوي