ژبه د انسان د مفکوری او تبادلی مهمه اله ده . د اړوندو اسنادو او معلوماتو د احصائيی له مخی په ټوله نړۍ کښی پنځه زره شپږ سوه يو پنځوس ډوله ژبی شته چه په دی جمله کښی داسی ديارلس ژبی يعنی چينی ،انګليسی ، هندی، روسيی، هسپانيی، المانی ، جاپانی، فرانسی ، اندونيزيايی، پورتګالی، بنګله ديشی ، ايتاليايی او د عربو ژبی شاملی دی . د رسمی او عمومی ژبو په توګه انګليسی ژبه لومړی مقام نيسی او اوس څلور څلويښت هيوادونه دغه ژبه استعمالوی ، فرانسوی ژبه دوهم مقام او د هسپانيی ژبه دريم مقام نيسی. پنځه رسمی ژبی يعنی چينی ژبه ، انګليسی ژبه، د روسيی ژبه ، فرانسوی ژبه اود هسپانيی ژبه دملګرو ملتو د رسمی ژبو په توګه ټاکل شوی دی .
د ژبو متنوع کول له بحران سره مخامخ کيږی
که څه هم په نړۍ کښی څه نا څه شپږ زره ژبی شته ، خو د زياتو ژبو انکشافی راتلونکی د خوشبينی وړ نه ده . دملګرو ملتو د يونسکو دموسسی داټکل له مخی امکان شته چه د دوو سوو پنځوسو کلونو نه وروسته خلک يوازی او يوازی د چينی ، انکليسی او فرانسوی ، هسپانيی او پورتګالی ژبو په شمول لږ شمير څو
ژبی ووايی او وليکی .د ملګرو ملتو د يونسکو د سازمان له نوی څيړنی څخه څرګنده شوی چه اوس په ټوله نړۍ کښی په سلو کښی پنځه نوی ډوله ژبی يوازی په سلو کښی د څلورو خلکو له خوا استعماليږی او په هر ه مياشت کښی په منځنی ډول
دوی ژبی له منځه ځی .