دميکسيکو دروغتيا د وزارت له خوا داعلام شويو ارقامو له مخی څه نا څه اته سوه ميليونه سيګريت څکوونکی په غريبو هيوادونو کښی ژوند کوی چه دغه رقم د ټولی نړۍ د سيګريت څکوونکو دعمومی حجم په سلوکښی پنځه اويا برخه نيسی ، دکورنۍ په سلو کښی اوولس عايدات د سيګريت څکوونکو له خوا د سيګريتونو په اخيستلو کښی مصرف کيږی او هر کال پنځه لکه پنځوس تنه لاتينی امريکی خلک د سيګريټ د څکلو له کبله مړه کيږی .