د واده د ثبتولو په باب د چين نوي مقررات د تير کال د اکتوبرپه لومړي نيټه عملي شول٠ د واده د ثبتولو په باب د مقرراتو له بدلون نه د زمانې پرمختګ او د ټولنې ترقي منعکسه شوي او بي شمير مينه لرونکو زلميانو او پيغلو په دغو جدي مقرراتو کي شامل شوي زياته انساني عاطفه احساسه کړيده ٠
زلمي سياو سيو چه په ژورناليستي کار لاس پوري کوي ، په دی وروستيو ورځو کي له خپلې مينې سره د واده کولو لپاره ثبت وکړ او خپلو همکارانو ته يي د خوشحالی د څرګندولو لپاره شيريني وويشله٠ هغه خبريال ته وويل چه د واده د ثبتولو په باب نوي نظام نه يوازي د واده ثبتول اسانوي، بلکي لا زيات انساني احساسات لري او د شخصي کارونو ساتلو ته لا زياته توجه ور کوي ٠
د زلمي سياو سيو خبره سمه ده ٠ ځکه چه د واده د ثبتولو په باب د نويو مقرراتو له مخي ، زلميان او پيغلې د واده د ثبتولو په وخت کي نور ضرورت نه لري چه مربوط ارګان ته د واده د حالت په باب معرفي ليک چه پخوا به يي د خپل يونټ له خوا ليکل کيده او د واده کولو لپاره د روغتيايي معاينې په باب تصديقنامه ور کړي ٠ له دی نه منعکسه شوي چه د حکومتي ارګانونو نظريات بدل شوي او د چين په ټولنه کي ستر تغييرات منځ ته راغلي دي ٠
اوس په چين کي ٦٠ يا ٧٠ عمر لرونکو چينايانو د مور او پلار په خوښه او يا د لارښوونکي له لارې واده کړی وه ٠ ٤٠ او ٥٠ عمر لرونکو چينايانو که څه هم د مينې او محبت په ازادي لرونکي زمانه کي لوی شوي ، خو د پلانيز اقتصاد په هغه زمانه کي ددوي واده بايد د خپلو يونټونو له خوا منظور شوي واي ٠ د بيجينګ ښاري اوسيدونکی ښاعلی جانګ چه په اوومه لسيزه کي يي واده کړي وويل چه په هغه زمانه کي زلميو او پيغلو به د خپل يونټ د معرفي ليک نه پرته امکان نه درلود چه دواده د ثبتولو له ارګان نه د واده کولو تصديقنامه واخلي او د کورني د جوړولو لپاره د غله جاتو ، غوړيو او ټوکرانو په شمول يو لړ لازم کوپنونه تر لاسه کړي ٠
د چين د دروازې د خلاصيدو نه وروسته ، مادي ژوند غني شوي او د وګړو تګ راتګ زيات شوی ، په تيره بيا د خلکو د واده او جنسيت په نظرياتو کي بدلون رامنځ ته شوي چه دا د واده د ثبتولو په باب د نويو مقرراتو د رامنځ ته کولو مهمه محرکه قوه ګڼل کيږي ٠
د چين د زلميانو ورځپاڼې د خپل مبصر په قلم يوه مقاله کي وويل چه خلک د واده د ثبتولو په باب له نويو مقرراتو نه په جدي قاعده کي شامل شوي انساني پاملرنه احساسوي او دغه نوي مقررات تر زياتې اندازې پوري اتباعو ته د واده کولو او طلاقولو اسانتياوې ور کو×ي ٠
د ناجينګ ښار قانون پوه وانګ چيانګ وويل چه د نويو مقرراتو له تطبيق نه څرګنده شوي چه ټولنيز چاپيريال تر پخوا نه لا زيات زغمونکي او د شخصي ژوند فضا لا ازاده شويده٠
د بيجينګ د پوهنتون په اړوند د قانون پيژندنې د پوهنځي پروفيسر ما اي نان وويل چه دغو نويو مقرراتو په حقيقت کي د چينايانو د ژوند د طريقې ، په ټولنې باندی د اتکا د طريقې ، د جايدادونو د حالت ، د مفکورې د نظريو او د حکومت له خوا د ټولنې د اداره کولو د طريقې په شمول بيلا بيلو برخو کي بدلونونه منعکس کړيدي ٠
د ټولنيز جوړښت او نظرياتو په بدلون سره ، لا زيات خلک د خپلو يونټونو له اداری نه ټولنې ته وتلي او خلکو ورځ په ورځ د خپلې ازادې او شخصي کارونو د ساتلو حقوقو ته متوجه شويدي ٠ نو د واده د ثبتولو په باب د نويو مقرراتو صادريدل د ټولنيز انکشاف له اړتياوو سره مساعد شويدي ٠ په نويو مقرراتو کي ټاکل شوي چه د واده کولو نه دمخه روغتيايي معاينه په خپله خوښه تر سره کيږي ، دا ټکی هم مثبته ارزيابي حاصله کړيده ٠ د بيجينګ ښار د لويديځې سيمې د ښځو او ماشومانو په روغتيا ساتونکي مرکز کي يوه جوړه زلمي او پيغله چه د واده کولو دمخه د روغتيايي معاينې لپاره دلته راغلي وويل چه که څه هم په نويو مقرراتو کي ټاکل شوي چه د واده کولو دمخه روغتيايي معاينه پخپله خوښه تر سره کيږي ، خو د يو بل د روغتيا او نيکمرغۍ په نظر کي نيولو سره مونږ غواړو چه دلته روغتيايي معاينه وکړو ٠
په نويو مقرراتو کي د طلاقولو د ثبتولو کار هم بدل شويدی ، خو پخوا د طلاقولو اداري تشريفات ډير پيچلي وو ٠ د نويو مقرراتو له مخي ، د چين په لويه وچه کي اوسيدونکي که د طلاق ثبتول وغواړي ، نو يوازي مربوط ارګان ته د تذکرې کارت ، د هويت کارت ، د واده کولو تصديقنامه او د طلاقولو موافقه ليک ور کړي ٠ ښاغلی چنګ وي هوا چه پروسږکال يي طلاق کړي ، ددې مقررې ډيره ستاينه وکړه او و يي ويل چه دا د طلاقولو د دواړو خواوو وروستي شخصي کارونه ساتلي شي ٠