په يوه ورځ کی په يوه ساعت کی له يوې شفاخانې نه دوه جنازې را ووتلی هغه يو د کم خونۍ په وجه او دا بل د فشارخون په سبب مړ شوی و . د هغه جنازه څلور تنو په اوږه را اخستی وه . د دې بل په جنازې پسی بی حسابه لوی او واړه موټرونه روان وو .
هغه يوه وينه نه درلوده ځکه مړ شو . د دغه بل وينه زياته شوی او تېزه شوې وه ځکه يی ژوند نه شو کړای .
دوی دواړه مړه شول مګر مرګونه يی يو راز نه و او مرضونه بيل و . يوه د نورو وينې هم څکلې وې او ديته محتاج و چه ډاکتران يی له وجوده وينه وباسی . بل ته چا خپله وينه نه وه پريښې او بې وينې و .
يو د افراط او بل دتفريط له السه مړشو ، هغه چه فقير و او په فقرالدم مړ شو د هغه له مرګه د باختر اژانس هيڅ خبر نشو ، د دې بل د مرګ اطلاع اخبارونو په ډير تاسف اخستې وه او د جرايدو مخونه يی په ماتم کی تورشوه .
دوی دواړه يو بادار او بل مزدور و ، څموده پخوا ښاغلی بادار رنځور شو ډاکتر د مزدور وينه د رنځو په وجود کی انجکشن کړه ، د مزدور قوی وجود کمزوری شو او بادار په لږ وخت کی دهر راز خوراکونو په زور او د عياشۍ په وجه په فشارخون مبتلا شو .
جيرته چه دغه شان بادار او مزدوری وی دغه شان کارونه کېږی او ديوه په ځای دوه مری .
يو کمزوری کول او بل قوی کول ددواړو په مړينه تمامېږی او د ظالم او مظلوم عاقبت همدغه شان وی .
مونږ داراز مرګونه طبيعی ګڼو مګر په حقيقت کی قتل او مقاتله ده چه د وينو پور ورته ويلی شو .
په دغسی مرګونو کی هم قاتل او مقتول شته مګر زمونږ پوليسان او حاکمان پرې نه خبريږی . او داسی معنوی قتلونه له نورونه دوی ډير کوی .
دلته دا عادت دی که چا څوک په ټوپک ووېشت يايی په چړو وواهه پوښتنه يی کيږی ، مګر که چا ډوډۍ وخوړه او هغه له لوږی مړ شو دغسی قاتل ته سزا نه ورکوی دغه راز مقتول ته څوک شهيد هم نه وايی او نه څوک پری تبی تړی .
په رستيا چه مونږ ډير ظاهربين يو او حقايقو ته نه يو ملتفت زمونږ ډاکتران هم مونږ غوندی دی او په دې نه پوهيږی چه اصلی مرض ظلم دی او حقيقې علاج عدالت دی .
(ښاغلی الفت )