د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيخ رشيد احمد وويل د پاکستان امنيتي پوځ د سپتمبر په ٢٦ نيټه د پاکستان په جنوبي سيمه کې د القاعدې د سازمان يو عالي غړی امجاد حسين ، فاروق وژلی او نور دوه تنه مظنونين يې نيولي دي ٠ د پاکستان د اطلاعاتو د څانګې يوه مامور وويل فاروق د خالد شيخ محمد مرستيال دی ، خالد شيخ محمد د القاعدې د سازمان دريم لمبر مسؤل و او تيرکال په پاکستان کې د پوليسو لخوا نيول شوی دی ٠