<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-27 18:50:13    
په چين کي د کارګرو لومړي اوسيدونکي ناحيه

cri

شانګهاي د چين لومړني لوي صنعتي او تجارتي ښار دی ، د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه دوه کاله وروسته د شانګهاي په شمال لويديځ کي د څاو يانګ په نامه دکارګرو لومړني اوسيدونکي ناحيه جوړه شوه چه زياتره اوسيدونکي يي د دولت او ښار په درجه مترقي او نمونوي کارګران وو ٠ پنځوس کاله وروسته داسي اته اوسيدونکي ناحيې هم جوړې شويدي چه مساحت يي دوه مربع کيلومتره دي او يو لک تنهپکي اوسيږي ٠ د پنځوسو کالو راهيسي د څاو يانګ اوسيدونکو ناحيو ډير افتخارونه ګټلي دي مثلا د شانګهاي د نمونوي کولکتيف ، د چين د مشهورې اوسيدونکي ناحيې ، د شانګهاي او چين د متمدني ناحيې په توګه ونومولی شوي ٠

شانګهاي د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه دمخه د خارجيانو د ماجراجويي باغ او د بډايانو د جنت په نامه ياديده چه بډايان په جګو عمارتونو يا باغدارو کوشکونو کي اوسيدل ، خو ګڼ شمير زحمتکښانو په ټيټو او تنګو ګوډيو کي شپې ورځې تيرولې ٠ ددوي د اوسيدو د شرايطو د ښه والي دپاره ښاروالي د يو کال په موده کي د دري ديرشو زرو مربع مترو په مساحټ اته څلويښت دوه پوړيزي ودانۍ جوړي کړيدي چه د يو سلو څوارلسو تنو نمونوي کارګرانو په شمول يو زرو دوه کورنۍ نويو کورونو ته نقل شويدي ٠ ورپسې د نورو شلو زرو کورنيو دپاره ودانۍ هم جوړي شويدي چه تر نولس سوه پنځه شپيتم کال پوري اوه اوسيدونکي ناحيې په کار لويدلي دي چه مساحت يي يو لکو لسو زرو مربع مترو ته رسيدلی دی ٠ خبريال په څلورمه ناحيه کي د وانګ نومي يو ه تقاعد شوي کارګر له کورنۍ څخه کتنه وکړه او د کارګر لور خبريال ته وويل زمونږ کورنۍ د دوهمي ډلې په حيث دلته نقل شوي او د څلويښتو کالو راهيسي مونږ دلته اوسيږو ٠ د هيواد د اصلاح او ورخلاصون د پاليسي په رڼا کې په نولس سوه نويم کال کي د څاو يانګ په اوسيدونکو ناحيو کي د يو مليون اوو لکو مربع مترو په مساحت نهه سوه شل جګي جګې ودانۍ جوړي شويدي په تيره بيا دوروستيو لسو کالوراپدي خوا ډيري جګي وداني جوړي شويدي چه د احصايي لمخې اوس په څاو يانګ کي څلويښت ودانۍ د شلو پوړونو څخه اوښتي ديي ٠ پيغلي وانګ وويل د څاو يانګ اوسيدونکي ناحيې په شانګهاي کي لومړني ناحيې دي چه چاپيريال يي د ونو ايښودلو له لاري بيخي ښه دي او د معلوماتو لمخې زمونږ په ناحيو کي د پنځوسو کالو راهيسي نژدي شپيته زره ډول ډول ونې ايښودل شويدي چه د ناحيو په سلو کي پنځه ديرش برخه چمنونه دي يا د ونو تر سيوري لاندي دي ٠ نن ورځ څاو يانګ په يو لوي پارک بدل شويدی چه شني ونې اوښکلي ګلان پکي ليدل کيږي او په باغونو کي يي اوسيدونکي سيل کوي ٠

په څاو يانګ کي د شپاړسو زرو مترو په اوږدوالي اتلسواتونه شته چه د ګلانو په نومونو نومول شويدي او د شلو لارو عمومي بسونه تري تيريږي ٠

د څاو يانګ د اوسيدونکو ناحيو ستربدلون د نړيوالو سترګې راجلب کړيدي ، له نولس سوهاته اويايم کال نه تر اوسه پوري د يو سلو پنځه پنځوسو هيوادونو او سيمو څخه راغلو يو لکو پنځوسو تنو له څاو يانګ څخه ليدني وکړي چه د زياتو هيوادونو جمهورريسان ، صدراعظمان او نور نامتو شخصيتونه پکي شامل وو ٠ دوي وويل چه مونږ پوهيږو چه په چين کي شانګهاي شته او په شانګهاي کي د څاو يانګ اوسيدونکي ناحيې هم شته٠

پيغلې وانګ خبريال ته وويل د وروستيو څو کلونو راهيسي بهرني ميلمانه ورځ په ورځ چين ته راځي او ځيني ځانګړي غوښتنه لري چه يا له چينايانو سره د نظريو تبادله وکړي او يا د چينايانو سره يو ځاي ژوند وکړي، نو ددوي د پذيرايي دپاره دري سوه مخصوصې کورنۍ ټاکل شويدي ٠ د امريکي پخواني جمهورريس کارتر د څاو يانګ څخه د ليدني په وخت کي وويل ډير خوشځاله يم چه د سفر په موده کي مي د ماشومانو يو وړکتوب وليد او د يوه معمولي کارګر په کور کي ميلمه شوم ٠

څاو يانګ په چين کي د اوسيدونکو ناحيو د ستوري په نامه شهرت لري ،د چاو يانګ د اوسيدونکو ناحيو مسئولين او اوسيدونکي د نړۍ د هر ځاي د ميلمنو هر کلي کوي څو چه دوي په لا ښه توګه شانګهاي او د شانګهاي د خلکو ژوند له نژدي نه وګوري ٠