<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-27 19:20:32    
مالټه او د هغې روغتيايي ګټې

cri

مالټه يوه خوندوره او نارنج ته ور ته ميوه ده چه يوه زياته اندازه دأ بي او سي ويتامينونه او همدارنګه زيات معدني مواد لري ٠ زمونږ د هيواد په ختيچو سيمو کې د مالټو لوي لوي باغونه شته او په دغو سيمو کې يي ونې ښې لوييږي او خوره ښه حاصل ورکوي ٠ د دغه ګټور بوټي له ميوي باڼو او ګل څخه ګټه اخيستل کيږي ٠ مالټه بيلا بيل ډولونه او خواص لري ٠ مالټه ډول ډول ويټامينونه لري ، په تيره بيا د سي ويتامين او زياتره کاني مواد يي د پام وړ دي ٠ مالټه د کلسيمو ، فلسفورو، وسپني او د سي او أ په څير ويتامينونو او کانسي موادو پر درلودلو سره د هډوکو د ودې او د غاښونو د ټينګښت او پياوړتيا له پاره خورا ګټوره ميوه ده ٠ چه ماشومان او اميدوارې ميرمنې يي بايد له پامه و نه غورځوي او زياته ګټه تري واخلي ٠ همدارنګه مالټه د پروتينو او قند پر درلودلو سره يوه ګټوره پياوړي کوونکي ميوه ده چه د بدن د عمومي پياوړتيا له پاره تري کار اخيستل کيږي ٠ د مالټو په اوبو کې د کاني موادو په تيره د پوتاسيم شتون دمتيازو د زياتوالي سبب ګرځي او پر دي وسيله په بدن کې زهري مواد له بدن څخه راوځي او خوښي او تازه والي رامنځته کوي ٠ له قبضيت سره د مبارزې خورا غور ه او طبيعي لاره له يوي تر دوو پيالو پوري د مالټو د اوبو څښل دي ، د مالټو پوستکي د يو ډول ګازي ډوله موادو سره لرلو سره د مکروبي ضد خاصيت لري چه د مکروب ضد مرهمو د ښلا د محلولونو د جوړولو او د طبي شربتونو د ښه بوي له پاره تيري کال اخيستل کيږي ٠ مالټه وينه قوليايي کوي او د بدن له دستګاه سره د ويني د اسيدو د زياتوالي پر خلاف مرسته کوي ٠ د مالټې اوبه د هغو له پاره چه له ناروغۍ څخه مخ پر ښه کيدو دي ٠، زياته ګټه لري او که چيري مالټه پخه کړي او توده يي د بدن پر ټپ کيږدۍ او يا يي ور پوري وموښۍ ټپ به ډير ژر جوړ شي ٠

که چيري د مالټو د وني شل ګرامه وچي پاڼي د شلو دقيقو له پاره په يو ليتر اوبو کې وخوټوي او له چاټولو وروسته پکي ګبيني يا بوره ګډه کړۍ او هره ورځ د خوړلو د مخه يي دوه يا دري پيالي وڅښي ، ستاسو د ټوخي او بي خوبي له پاره خورا په زړه پوري درمل دي