د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی د هند صدراعظم منموهان سنګ د سپتمبر په ٢٧ نيټه په نوی ډلی کی وويل چی د ده او د پاکستان له جمهور رئيس مشرف ترمنځ خبری اتری ښې او د قناعت وړ دي.
د نوی ډلی د تلويزيونی ستيشن په قول سينګ وويل په خبرو اترو کی ده او مشرف له دی سره موافقه وکړه چی په دوامداره توګه د دواړو خواوو د هر اړخيز ديالوګ بهير پرمخ بيايی چی.دا د دواړو خواوود روابطو د پرمختګ د پاره ښه نښه ده.
په نيويارک کی د م م د ٥٩ عمومی اسامبلی کی سينګ له مشرف سره لومړی خبری اتری وکړې او په خبرو اترو کی يی په تاکيدسره وويل چی ددواړو خواوو ديالوګ بايد دوام وکړی او د سوله ايزو خبرو اترو له لاری د کشميرد مسئلی د حل د پاره د بيلا بيلو لارو دلټولو په ياب بحث وکړی ترڅو چی د دواړو هيوادونوترمنځ عادی روابط اعاده شی.