<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-28 16:36:30    
د نړۍ د ښځينه صنعتګرانو ١١ مه غونډه په بيجينګ کي جوړه شوه

cri

د نړۍ د ښځينه صنعتګرانو ١١ مه غونډه د سپتمبر له ١٧ مې نيټې نه تر ١٩ مې نيټې پوري د چين په مرکز بيجينګ کي جوړه شوه او د ٢٥ هيوادونو او سيمو څه د پاسه ٥ سوو تنو نماينده ګانو او ښځينه صنعتګرانو په غونډه کي برخه واخيستله ٠د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې مرستياله او د ښځو د ملي اتحاديي رييسه ميرمن ګو سيو ليان په افتتاحيه مراسمو کي ګډون وکړ او د ښځو د ابداع او د بينالمللي همکارۍ تر عنوان لاندی يوه وينا وکړه ٠

هغې په وينا کي ګډون کوونکو ته د چين د اقتصادي او ټولنيز انکشاف په باب حالت او په تولنيز انکشاف کي د چين د ښځو نقش معرفي کړ٠ هغې وويل چه د چين د ټولنې او اقتصاد ثابت او چټګ انکشاف په زيات قوت سره د ښځو هراړخيزه ترقي پرمخبيولي ده ٠ د څه د پاسه لسو کالو راهيسي ،د چين د ښځو له خوا د ابداع کولو سرعت د تير هر وخت نه اوښتی او د ښځو له خوا د ابداع کولو بهير په شکاره توګه چټک شويدی ٠ اوس د چين ښځينه صنعتګران د ګرد هيواد د صنعتګرانود عومي شمير په سلو کي شل جوړوي، د چين د ښځو له خوا پخپله د ابداع کولوانډول د لسو کالو د پخوا په نسبت په سلو کي ١٧ اوچت شوي او په سلو کي ٢١ ته رسيدلی او د نارينه وو انډول ته نژدی شويدی ٠د سوسياليستي عصري ابادی د عملي کولو

په ستر بهير کي ، د چين ښځو په هراړخيزه توګه په اقتصادي او ټولنيز انکشاف کي برخه اخيستي او د برخه اخيستنې په ترڅ کي يي په پر له پسي توګه خپل کمالات او سويه لوړه کړي او د چين په اقتصادي او ټولنيز انکشاف کي يي مهم خدمتونه د هيريدو وړ نه دي ٠

ميرمن ګو سيو ليان دی ته اشاره وکړه چه د چين ښځينه صنعتګرانې د فردي او شخصي اقتصاد د انکشاف مهمه محرکه قوه ده ٠ اوس د چين د ښځينه صنعتګرانو له خوا اداري شوه فردي او شخصي تصدي په سلو کي ٤١ جوړوی ،برعکس دولتي تصدي اود کولکتيف او اسهامو تصدي په جلا جلا توګه په سلو کي ٢٨برخه نيسي ٠ هغې دا څرګنده کړه چه اوس د چين ملکي اقتصاد د دولت په اقتصادي جوړښت کي ډير مهم مقام نيولی او داقتصادي زياتوالي عمده محرکه قوه ګرزيدلی ده چه په دی جمله کي ښځينه صنعتګرانو وتلي خدمتونه تر سره کړيدي ٠ برسيره پر دی ، ښځينه صنعتګرانو د چين د صنعتي جوړښت د تعديل او بشپړتيا لپاره خدمتونه هم تر سره کړيدي ځکه چه دوي او ددوی تصديو د دريم صنعت يعني د خدمتي کسبونو د انکشاف د چټکوالي لپاره مهم مقام او روښانه راتلونکي هم لري ٠

ګو سيو ليان هم وويل چه د ښځينه صنعتګرانو له خوا جوړي يا اداره شوي تصدي د ښځو استخدام ته زياته توجه لري او ور څخه ملاتړ کوي او د استخدام په بازار کي يي بشري قوې ، په تيره بيا ښځينه بشري قوې ته ښايسته زيات فرصتونه برابر کړي دي ٠ په سلو کي په ٦٣ هغو تصديو کي چه د ښځينه صنعتګرانو له خوا اداره کيږي ، د ښځينه کارګرو شمير له نيمې برخې نه اوښتي چه د ښځينه صنعتګرانو تصديو زيات شمير ښځينه کارګرانې منلي دي ٠

نماينده ګانو په غونډه کي د نړيوال اقتصاد د توحيد په بهير کي د همکاري د جوړيدو ، د ښځينه منځنيو او کوچنيو تصديو د انکشاف او د ښځو د ابدع د پرمخبيولو، د سيمو تر منځ او دننه په سيمو کي د پانګي اچونې او تجارت د ازادولو او د ښځينه صنعتګرانو له خوا د پانګو د راجلبولو او د کريديتونو د اخيستلو په شمول څلورو موضوعاتو په باب ويناوې او بحثونه وکړل٠ علاوه پر دی ، غونډې د چين د ښځو له خوا په ابدع کولو کي د تر لاسه شويو موفقيتونو نندارتون هم جوړ کړي او د چيني او خارجي صنعتګرانو لپاره يي د تجارتي خبرو اترو او ليدنوکتنولپاره زمينه برابره کړيده ٠

ګرانو خويندو ، تاسو همدا اوس يو راپور واوريد چه عنوان يي و ، د نړۍ د ښځينه صنعتګرانو ١١ مه غونډه په بيجينګ کي جوړه شوه ٠