<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-28 16:45:04    
د شانګهاي په ښار کي يوه جوړه نښتي ماشومان په بري سره جلا شويدي

cri

يوه جوړه ماشومان چه له غاړې نه تر نس پوري بدن يي سره نښتي دی ، په دی وروستيو وختونو کی د شانګهاي ښار د ماشومانو د طبي مرکز د ډاکترانوله خوا په بري سره جلا شوي او تر اوسه پوري يي بدني حالت ارام دی ٠ د دوو ماشومانو د نشتي بدن مساحت ٢٥په ٢٠ سانتي مترو کي وو، نوعمليات يي ډير سخت او پيچلي وو٠

د روان کال د جون په ٥ مه نيټه ، د چين د جيانګ سو ولايت د سيو جو ښار يوې ښځې په محلي روغتون کي يوه جوړه نښتي ماشومان و زيږول ٠ دغه دوه ماشومان د سينې نه تر خيټې پوري سره نښتي وو ، دوه زړونه يي په ګډ خارجي جهاز کي ځای پر ځای شوي او يو ځګر لري او د کولموجريان يي سره نښتي دی ٠ د لسو ساعتو نه وروسته دوه خويندې په بيړه سره د شانګهاي ښار د ماشومانو طبي مرکز ته وسپارلې شوي ٠ څرنګه چه دا ډول بدني نښتي ماشومان ډير لږ ليدل کيدل ، نو طبي مرکز يو ٤٠ کسيزه طبي ګروپ جوړ کړ څو چه په پوره قوت سره د ماشومانوعلاج وکړي ٠

طبي مرکز د دوی د بدني حالت د معلومولو لپاره لومړی په مترقي تخنيک عکس واخيست٠ د عملياتو په بهير کي ډاکترانو اول ددوي نس او ځګرجلا کړ او بيا يي په پوره توګه ددوی دخپل ځګر د وينو رګونه او د صفرا جهاز وساته ٠په

عملياتو کي مشکل کار د زړه د خارجي جهاز جلا کول ووځکه چه دوو خويندو يو ګډ خارجي جهاز درلود او د يوې زړه د بلې د ټټر په صندوق کي و ٠ د سپتمبر په ٩ مه نيټه د سهاروختي په يوه بجه او ١٥ دقيقو ، نښتي نوموړي دوه ماشومان په پوره توګه جلا شول ٠ ور پسي ډاکترانوددوی لپاره د سينې او نس ناقص د يوالونه ترميم کړل چه مواد يي د عالي فلز تيتان څخه جوړ شويدي ٠ څرنګه چه د کشرې خور د زړه د وينو رګونه هم ناقص وو ، نو ډاکترانو په عين حال کي ددې لپاره د زړه د وينو د رګونو د نقص د سمولو عمليات هم اجرا کړل ٠ اوس د نوموړ خويندو روغتيايي حالت ښه دی ٠