د چين د بين المللی راډيو دخبريال د خبر له مخی ، د معيوبينو لپاره د اولمپيک ١٢مه سپورتی لوبی به په محلی وخت د سپټمبر په ٢٨ مه نيټه ماښام په اتن کی پای ته ورسيږی .
له ١٣٦ هيوادونو او سيمو نه راغلو څه د پاسه ٣٨٠٠ تنو ورزشکارانو پکی برخه درلوده . د چين سپورتی هيات په روانو لوبو کی ټول ٦٣ طلايی او ١٤١ مدالونه ترلاسه کړل او د طلايی مدالونو او مدالونو د عمومی شمير له لحاظه چين لومړی مقام وګاټه چه دغه برياليتوبونه د چين لپاره د معيوبينو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ګډون په تاريخ کی بی ساری دی .