د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د سپتمبر په ٢٨ مه نيټه د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف چی د ايتاليې په روم کی په خپل سفر بوخت دی دا تائيده کړه چی د لويديځی نړۍ او مسلمانو هيوادونو تر منځ نژدی همکاری به په ګردې نړۍ کی د تروريزم سره د مبارزې په برخه کی د بری موندلو دپاره مهم رول ولوبوی.
مشرف د ايتاليې له جمهور رئيس کارلو ازيګليو سيامپی سره د کتنې په ترڅ کی نوموړی مطلب څرګند کړ. هغه وويل چی لويديځ هيوادونه بايد د واقعی تدبيرونو په غوره کولو سره له مسلمی هيوادونو سره مرسته وکړی ،څو چی مسلماانه نړی به د ټولنيزی ترقی او اقتصادی انکشاف سم مدار ته داخله شی او په عين وخت کی مسلمانه نړی دې له افراط پرستی څخه لاس واخلی او د تروريستانو د رامنځته کېدو منبع دې له منځه يوسی.