<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-29 18:31:38    
سپين ږيری او سپين سری انګليسی ژبه زده کوی

cri
ګرانو اوريدونکو ،په دی پروګرام کښی به زمونږ د راْډيو د خبريال په قلم ليکل شو ی يو مضمون واوری چه عنوان يی دی، سپين ږيری او سپين سری انګليسی ژبه زده کوی . وروسته تر هغه چه د بيجينک ښار د ٢٠٠٨ کا ل دپاره د اولمپيک د سپورتی لوبو د کوربه توب حق تر لاس کړی دی ، په ټولنه کښی د انګليسی ژبی د زده کولو لوړه څپه را منځ ته شوی ده . د بيجينګ د توان جی هو داوسيدونکی ناحيی کميټی د دغه ښه فرصت څخه په استفادی سره د نوموړی کميټی د رئيسی وانګ يان هونګ تر لارښوونی او مرستی لاندی د سپين سرو او سپين ږيرو دپاره د انګليسی ژبی د زده کولو کورس جوړ کړی دی . د انګليسی ژبی د ټولګی پخوانی مشر يان جينګ سيو وويل چه په ابتدايی موده کښی د انګليسی ژبی په ټولګی کښی يوازی څه د پاسه لس تنه موجود وو او ښاغلی کولی چه دامريکی تابعيت لری ، مونږ ته انګليسی ژبه رازده کوله . وروسته له دی نه هغه اوسيدونکی چه دانګليسی ژبی زده کول غواړی ، ورځ په ورځ زيات شوی دی ، په دی ډول د انګليسی ژبی ابتدايی ټولګی او د منځنی دوری ټولګی جوړ کړی دی ، په هر ټولګی کښی شل تنه زده کوونکی شته ،په دغو زده کوونکو کښی د عمر له لحاظه ډير عمر لرونکی څلور اتيا کلن دی او دکم عمرلرونکی يی اوه پنځوس کلن دی. د يو کال د زده کړی نه وروسته ددوی د کوششونو له برکته بالاخره د ليدو وړ موفقيتونه لاس ته راغلی د ی. څوارلسو زده کوونکو د بيجينګ د ښار د خارجی ژبو دزده کړی په محاوروی امتحان کښی ګډون وکړ چه په دی جمله کښی د يوولسو تنوڅخه ابتدايی امتحان واخيستل او درو تنو دمنځنی درجی امتحان ورکړ . د انګليسی ژبی د ټولګی د جوړيدو دپيل نه تراوسه پوری دری کاله تير شوی دی ، په دغو درو کالو کښی زده کوونکی له زياتو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی ، د کلاسونود څو ځله تبديل نه پرته ښوونکی يوازی يو ويشت ځله تبديل شوی دی..که څه هم حالت داسی د ی ، خو سپين ږيری او سپين سری له سر نه ترپايه پوری دانګليسی ژبی پرزده کړی باندی ټيګار کوی .سپين ږيری يان جينګ سيو خبريال ته وويل چه د انګليسی ژبی زده کول يو ښه کا ر دی ، خو دمساعدو ښوونکو ګمارل يو مشکل کار دی، د ښوونکو د لټولو دپاره مونږ زياتو څانګو او يونټونو ته تللی يو او ور سره مو تماسونه نيولی دی . په دغو ښوونکو کښی د پوهتونونو پروفيسيران ، تقاعد شوی ښوونکی او محصلين شامل دی . په معمولی وخت کښی دوی د انګليسی ژبی په زده کړه کښی د ګډون نه پرته په ټولنه کښی د انګليسی ژبی راپورونه اوری ، د انګليسی سندرود ويلو په مسابقو کښی ګډون کوی ، د دغو فعاليتونو له لاری ددوی دانګليسی ژبی دويلو او محاوری سويه په پر له پسی ډول اوچته شوی ده . دانګليسی ژبی د زده کړی په ابتدايی موده کښی دغه سپين ږيری او سپن سری حتی ای ، بی، سی، دی هم نشو ويلی ، خو د درو کالو د زده کړی له لاری اوس دوی له خلکو سره روانی خبری اتری کولی شی .خبريال له سپين ږيری يان څخه پوښتنه وکړه چه ولی د انګليسی ژبی زده کړه کوی هغه داسی وويل چه لومړی، مونږ غواړو په ٢٠٠٨ کال کښی د اولمپيک د سپورتی لوبو د ښه پر ځای کولو دپاره خدمت وکړو ، انګليسی ژبه ښه زده کړو او د داوطلبانو په توګه ښه رول ولوبوو .دوهم ، دانګليسی ژبی د زده کولو له لاری زمونږ روحياتی ژوند غنی شوی او ژوند مو هم مکمل شوی دی . دريم ، مونږ هم کولی شو چه د ترلاسه شويو پوهو په واسطه د خارجيانو دپاره خدمت وکړو . په پای کښی هغه په انګليسی ژبه وويل چه 'Though an old man over seventy, I would like to be a volunteer in 2008 and do something for the Olympic Games to be held in Beijing.' په ٢٠٠٨ کال کښی داولمپيک د سپورتی لوبو د ښه پرځای کولو او نوموړو سپورتی لوبو ته د ژبو د يو ښه چاپيريال د برابرولو او همدا راز د هغه هدف د سرته رسولو دپاره چه تر٢٠٠٨ کاله پوری به يو مليون تنه خلک انګليسی ژبی ووايی ، اوس په زياتو اوسيدونکو ناحيو کښی د انګليسی ژبی په فعاليت لاس پوری شوی دی ، سپين ږيری او سپين سری هيله لری چه دغه فعاليت نور هم مروج کړی او تعميم ومومی .