<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-01 15:46:21    
د افغانستان څه دپاسه لس تنه حکومتی عسکر په جګړه کښی مړه شول

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان حکومتی پوځ د سپتمبر په ديرشمه نيټه د زابل په ولايت کښی د طالبانو له ماتی خوړلی وسله والو عناصرو سره شديده جګړه وکړه چه په نتيجه کښی دوولس تنه حکومتی پوځيان مړه شول٠

د زابل والی خيال محمدحسينی وويل چه د طالبانو وسله والو عناصرو په دی ورځ د دی ولايت د سوری د سيمې پر يوې حکومتی څانګې باندی حمله وکړه ٠ د دواړو خواوو په جګړه کښی د طالبانو څو تنه وسله وال عناصر هم مړه يا ټپيان شول، خو شمير يی معلوم نه دی٠

برسيره پر دی د طالبانو وسله والو عناصرو په ٢٩ او ٣٠ نيټه د زابل ولايت په نورو ځايونو کښی هم له حکومتی پوځ سره جګړې وکړې او په نتيجه کښی لږ تر لږه اووه تنه حکومتی عسکر مړه شول٠