د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبر له مخی : د روانی مياشتی په لومړی ورځ د ختيځ پاکستان په سيالکوت ښار کی د شيحه ګانو په يوه جومات کی د بم يوه چاودنه وشوه چی اوس لږ تر لږه ٢٥ تنه مړه او څه دپاسه ٥٠ تنه زحميان شول .د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيخ راشيد احمد په همدی ورځ دغه تروريستی پيښه وغندله . هغه څرګنده کړه چی د پاکستان حکومت به په مداومه توګه تروريزم ته سخت ضربت ورسوی .د م م سرمنشی کوفی انان په همدی ورځ هم د يوی اعلاميی په خپرولو سره دغه پيښه وغندله . هغه وويل چی دغه چاودنه دنامردو کسانو لخوا جوړ شوی جنايتکارانه عمل دی .