<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-02 19:28:52    
د سينجيانګ د هامي ښار

cri
ګرانو اوريدونکو او دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د سينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختاري سيمې د هامي ښار سيل وکړو٠
د هامي ښار د د سينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې په ختيځ کې واقع دی ، شمال ختيځې خوا ته يې د مغولستان ولسي جمهوريت پروت دی ، دهامي په ښاري سيمه کې د ويغور ، هان ، خوي او قزاق په شمول د څه دپاسه شلو قومونو يو لکو اويا زره تنه خلک اوسيږي ٠ د هامي ښار د چين په پخوانې زمانه کې د چين په شمال لويديځه سيمه کې يو مهم ښار و او د سرحدي سيمې د ښکلي طبيعي منظرو او لرغوني کلتوري اثارواو قديمي ځايونوڅخه يې يوه خاصه او ځانګړې منظره جوړه شوې ده ٠
په سينجيانګ کې يوه اصطلاح ده چې وايي په سينجيانګ کې درې ډوله ميوې مشهورې دي چې لومړي د تروفان خواږه انګور ، دوهم د هامي خټکی او دريم د کورله ناکونه دي ٠ دغه درې ډوله ميوې د سينجيانګ د زياتو ځانګړو محصولاتو څخه دي چې نه يوازي په سينجيانګ کې بلکې په ټول چين کې يې هم شهرت موندلی دی
د هامي ختکي ته په چيني ژبه کې هامي ګوا ويل کيږي ٠ يعني د هامي ميوه ده ٠ د هامي د خټکيو د راپيداکيدو اصلي ځای هامي نه و ٠ دلته يوه کوچنۍ کيسه وه چې وايي پخوا د هامي څخه يو شمير خټکي د چينګ د کانګ شي امپراطور ته وړاندې شول ، کانګ شي امپراتور د خټکي د خوړلو په وخت کې د خپلو وزيرانو څخه پوښتنه وکړه چې ددې خټکي نوم څۀ دی ؟ وزيران يوازې په دې پوهيدل چې دا خټکي له هامي څخه راوړل شويدي ، نو کانګ شي امپراطور ته يې ځواب ورکړ چې دا د
هامي خټکي دي ، نو د هغه وخت نه وروسته خټکيو ته د هامي خټکي نوم ورکړي شوی دی ٠ يوه بله اصطلاح وه چې وايي پخوا د سينجيانک زيات خټکي له هامي څخه د چين داخلي او مرکزي ځايونو ته ړول کيدل ، نو خلکودې ډول خټکيو ته د هامي خټکي نوم ورکړ٠ لنډه دا چې اوس اوس د هامي په ښار کې بزګران په عمده توګه خټکي توليدوي ، په حقيقت کې د سينجيانګ په مختلفو ځايونو کې ډول ډول خټکي کرل کيږي ٠ د هامي خټکي هم زيات قسمونه لري او له دې جملې څخه د يانبراک په نومي ځای کې کرل شوي خټکي ډير خواږه دي او خوشبوي لري ٠
خټکي په مني کې پاخه کيږي او په بازارونو کې پلورل کيږي ٠ خو ځينې بزګران يوه اندازه ښه او خواږه خټکي ذخيره کوي ځکه په ژمي او پسرلي کي دا ډول خواږه خټکي هم خوړل او پلورل کيږي ٠
د دسمبر په ديرشمه نيټه زه د کار دپاره د يوه ويغوري بزګر يوسف کور ته وﻻړم ، په دې ورځ کې هوا ډيره سړه وه ، واوره اوريده او سوړ باد هم لګيده ٠ د يوسف کور ته ورسيږم ، هغه سمدلاسه زه په کور کې د اور منقل ته نژدې کيښنولم او ورپسي يې د کور په څنګ کې د زيرزميني ګدامخانې څخه يو لوي هامي خټکی راوړ او پري يې کړ، نو مونږ سره يو ځای د اور د منقل تر څنګه خوږ خټکي په مزې مزې سره خوړ٠ دا يو داسي خوږ خټکی و چې ما په خپل عمر کې هم نه و خوړلی ٠خټکی مو وخوړ ړ خو ما وغوښتل چې د خټکيو د ذخيره کولو ځای وګورم ، کوربه يوسف زه د خټکيو د ذخيره کولو ځای ته بوتلم ، د کور په څنګ کې يوه کوچنۍ غونډۍ وه چې دروازه يې درلوده، مونږ له دروازې څخه د خټکيو ګدامخانې ته ننووتو ، ومې ليدل چې يو يو لوي خټکي د غنمو دسوارو څخه د جوړوشويو رسيو په وسيله تړل شوي او کتار په کتار ځوړند شوي دي ٠ ددې ګدامخانې مساحت تقريبأ څلور سوه مربع متره و او پکې څه دپاسه درې او څلور زره دانې خټکي ځوړند شوي ؤ ٠په دې وخت کې زه لکه د خټکيو په ځنګل کې وﻻړ وم ٠ دا خو بيخي د حيرانتيا وړ منظره وه ، کوربه يوسف ما ته وويل د دغو خټکيو د ځړولو دپاره بايد د غنمو د سوارو څخه جوړي شوي رسۍ استعمال شي ، که کوم بل نري تارونه استعمال شي نو د زياتو وختونو نه وروسته به دغه تارونه وشليږي او خټکي به مات شي، که د غنمو دسوارو څخه جوړې شوي رسۍ نه وي نو بايد د خټکيو د ذخيره کولو دپاره خاص خارکونه جوړکړي شي او ورباندې وچ شوي بوټي پوښ شي ٠ ورپسي خټکي پر خارکونو باندې کيښودل ، خو دا به بزګرو ته تکليفونه ورسوي ، ځکه د يوې مودې نه وروسته بايد د خټکيو مخونه واړول شي ( يوسف ما ته وويل چې د هرکال د سپتمبر په دوهمو لسو ورځو کې د ميوو د پخيدو وخت دی ، په دې وخت کې بزګران په دقت سره د خپلو خټکيو په انتخاب پيل کوي ٠ د خټکيو انتخابول يو اسان کار نه دی ، دا کار بايد د سابقه دارو بزګرو لخوا ترسره شي ٠لومړي بايد خټکي غوره شي او دغه غوره شوي خټکي هم بايد د ديرشو او څلويښتو ورځو دپاره لمر ووهي ، ددې نه وروسته خټکې په ګدامخانه کې ذخيره کيدای شي ( کله چې پسرلی راشي نو بايد د ګدامخانې کړکۍ خلاصې شي څو چې تازه هوا ننووځي ٠ د يوسف د خبرو څخه ما ته د خټکيو د ذخيره کولو درس راکړشوی دی ٠
ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د سينجيانګ د هامي ښار او و هامي د خټکيو په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠