<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-02 20:00:26    
پيتر يوبيرروس يوپه شخصي پيسو د اولمپيک ٢٣ سپورتي لوبې جوړونکی

cri
په ١٩٨٤ کال کې د اولمپيک درويشتمې سپورتي لوبې د امريکې د لوسانجلس په ښار کې جوړې شوې ٠ د ١٤٠ هيوادونو او سيمو تقريبأ ١٩٦٠ تنو لوبغاړو په دې لوبو کې برخه واخيستله او نوموړي لوبې په بري سره پاي ته ورسيدې ، د نوموړو لوبو د جوړيدو له امله د هغو ښارونو په ماليه کې د منفي کسراتو د رامنځته کيدو حالت چې پکې د اولمپيک سورتي لوبې جوړې شوې وې بيخې له منځه وﻻړې٠ د نوموړو سپورتي لوبو د جوړيدو څخه دوه سوه پنځوس مليونه امريکايي ډالره ترلاسه شوي دي ٠
د لوسان جلس د اولمپيک د سپورتي لوبو جوړيدل په يو مودل بدل شوی دی ، ددی مودل رامنځته کوونکی پيتر يوبيرروس دی ٠
پيتر يوبيرروس په ١٩٣٧ کال کې د امريکې د ايلينوس په ايالت کې زيږيدلی او د کوجينيتوب په وخت کې يې د واترپولوسره ډيره علاقه درلوده او ددې لوبې يو ښه لوبغاړی هم و ٠ په ١٩٥٩ کال کې يوبيرروس له پوهنتون څخه فارغ شو او په يوه شرکت کې ګډون وکړ، د دريو کالو نه وروسته هغه پخپله يو شرکت جوړ کړ ، ورپسي د لسو کالونه وروسته يعني په ١٩٧٢ کال کې هغه يو توريستي خدمتي شرکت جوړکړ او په توريستي چارو يې لاس پورې کړ ٠ دده تر ښې ادارې لاندې شرکت يې د نړۍ په زياتو ځايونو کې خپل دفترونه جوړکړل او د توريستي چارو څخه يې هرکال دوه سوه مليونه امريکايي ډالره ترﻻسه کول ٠
وروسته له هغه چې د امريکې لوسان جلس ښار د ١٩٨٤ کال د اولمپيک د ٢٣ سپورتي لوبو د کوربه ښار په توګه وټاکل شو ددې ښار پارلمان د هغو حاﻻتو سره
سم چې د اولمپيک په تيرو سپورتي لوبو کې جوړونکو ښارونو ته سخت مالي تاوانونه رسيدلي وو پريکړه وکړه چي ښاروالي نشي کولي چې په حکومتي پيسو ٢٣ سپورتي لوبې جوړې کړي ٠
په دې حال کې د لوسان جلس ښاروالي په مجبوريت سره د اولمپيک د بينالمللي سپورتي کميټې څخه غوښتنه وکړه چې د شخصي پيسو په واسطه د اولمپيک ٢٣ سپورتي لوبې جوړې کړي ٠
يوبيرروس د زياتو شخصيتونو څخه د ښاروالي لخوا وټاکل شو چې دده لخوا د پيسو په راټولولو سره ٢٣ سپورتي لوبې جوړي کړي ٠
د اولمپيک د سپورتي لوبو د جوړولو دپاره به زيات سپورتي ميدانونه او جمنازيمونه جوړشي ، نو ددې کار د ترسره کيدو دپاره ډيرې پيسې په کار وې ٠ يوبيرروس د مرستو د لاسته راوړلو دپاره پريکړه وکړه چې د مرسته ورکوونکو شمير له ديرشو څخه زيات نشي او هر مرسته ورکوونکي بايد لږ تر لږه د څلورو مليونو ډالرو په اندازه مرسته ورکړي ٠د مرسته ورکوونکو کومکونو ته د ځواب ورکولو د پاره هغه سوداګران چې پيسې يې ورکړې دي وکړای شول چې په سپورتي لوبو کې د يو ډول تجارتي څيز په هکله خپل تچارتي انحصار ترلاسه کړي ٠نو په دې وجه د امريکې زياتو لوبو شرکتونو کوشش وکړ چې په دې برخه کې بری وګټي ٠ د بيلګې په توګه د کوکاکوﻻ او پيپسي د شربتونو د شرکتونو ترمنځ سيالي يو ښه مثال و ، دواړو مشهورو شرکتونو وغوښتل چې د اولمپيک په ٢٣ سپورتي لوبو کې د خپل توليداتو تجارتي انحصار ترلاسه کړي ٠ د کوکاکوﻻ شرکت په ديارلسو مليونو ډالرو سره د پيپسي پر شرکت باندې بری وموند ، همداشان د کودا او فوجي د فلم د
شرکتونو ترمنځ سيالي هم د فوجي د شرکت لخوا د اوو مليونو ډالرو په ورکولو سره پاي ته ورسيده او د فوجي شرکت د اولمپيک په ٢٣ سپورتي لوبو کې تجارتي انحصار ﻻسته راوړ ٠په لنډه موده کې يوبيرروس د دريو سوو اته پنځوسو مليونو ډالرو په اندازه مرستې ترلاسه کړې، ورپسي هغه په جلا جلا توګه د دوو سوو پنځوسو مليونو او اوو مليونو ډالرو په بيه د اولمپيک د ٢٣ سپورتي لوبو د واقعي جريان د ريلي کولو حق پر تلويزيوني او راډيويي ستيشنونو باندې وپلوره٠ په دې طريقو سره يوبيرروس زياتې پيسې ترﻻسه کړې او په بري سره يې د اولمپيک ٢٣ سپورتي لوبې جوړې کړې ٠ په پاي کې هغه د نوموړ لوبو له ﻻرې دوه سوه پنځوس مليونه عايدات ترلاسه کړل ٠ د يوبيرروس د وتلو خدمتونو د ستاينې دپاره د اولمپيک د سپورتي کميټې پخواني رئيس سامالانچ هغه ته يو طلايي مډال ورکړ٠