<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-02 20:18:47    
د ما تاو چين په نامه د موسيقۍ اله د دښتو او بهرني نړۍ تر منځ پل ګرځيدلی دی

cri
د ما تاو چين په نامه د موسيقې الې مشهور غږونکي ښاغلی چي باو لي هميشه داسي خبره کوي چه که ما تاو چين زما سره وی ، زه د نړۍ له خلکو سره تبادله کولي شم ٠ نن ورځ ، زيات شمير خارجي دوستان هم کولي شي چه د ما تاوچين په واسطه د داخلي مغوليستان د دښتو له کوربه وو سره راشه درشه وکړي ٠ د چين د داخلي مغوليستان د ما تاو چين بينالمللي هنري فيستوال چه په دی وروستيو ورځو کي جوړ شوي ، د ما تاو چين سل تنه چيني او خارجي غږوونکي او علاقه لرونکي راجلب کړيدي ٠ په دري ورځني هنري فيستوال کی د چين ، جاپان ، امريکې او مغوليستان د ما تاو چين غږوونکو ، د چين د داخلي مغوليستان د خودمختاری سيمې په مرکز هوخه خارته ښار کي د ما تاو چين د غږولو هنر ښودلی او د ما تاو چين د انکشافي تمايل او د نړۍ په مختلفو ځايونو کي د ما تاو چين د خپرونې او تعميم د حالت په باب تبادله کړيده ٠ ما تاو چين د مغولي قوم د خلکو له خواد موسيقۍخوښه شوي يوه قديمي اله ده ٠ د نوي چين د جوړيدو نه وروسته ، په تيره بيا په چين کي د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسی د تطبيق راهيسي ، د ما تاو چين په نامه د موسيقۍ اله په بيړه سره له دښتو نه نړۍ ته خپره شوي ده ٠ څرنګه چه د ما تاو چين اهنګ زيراو بم دی او اواز يي په زړه پوري دی ، نو هغه نه يوازي د مغولي قوم په عنعنوي موسيقي الاتو کی لومړي مقام لري ، بلکي د چين په زياتو ملي موسيقي الاتو کي هم خپل ځانګړی خصوصيتونه لري ، نو د خلکو له خوا خوښيږي ٠ د چين په داخلي مغوليستان ، سينګجيانګ ، چين هاي ، ليا نينګ او جي لين په شمول څه د پاسه لسو ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو کي چه مغولي قوم پکي اوسيږي ، د ما تاو چين په نامه د موسيقۍ اله په پراخه توګه عمومي شويده٠ د ما تاو چين مشهورو غږوونکو چي باو لي اودا ژي ما او د ما تاو چين لوی جوړونکي دوانګ تينګ جون د پر له پسي کوششونو له لارې ، د ما تاو چين په نامه د موسيقۍ دغه اله د داخلي مغوليستان له دښتو نه نړۍ ته خپره شوي او د نړيوالو له خوا خوښه شويده ٠ د داخلي مغوليستان د ټولنيزې اکاډمۍ څيړونکي ښاغلی اويون باتو دی ته اشاره وکړه چه ما تاو چين د مغولي قوم د کوچيانو د هنر د يوې مهمې تشکيلاتې برخې په توګه ، بالکل نړۍ ته تللي شي او د نړيوالو د علاقې وړ وګرځی٠