<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-02 21:13:37    
د ماشومانو روغتيا ته دي متوجه شي

cri
د ماشومانو د روغتيا د ساتنې په هکله د دوي خوراکونه ډير د پام وړ دي ، د دغه موضوع په هکله دوهمه برخه ويشل کيږي ، لومړي زمونږ په کورني ژوند کې ځيني پلرونه او ميندي تل په دي خوشحاليږي چه خواږه او قند لرونکي خوراکونه لکه ډول ډول شيرني او چاکليت خپلو ماشومانو ته ورکړي ٠ ماشوم هم له دغو خوراکونو سره زياته مينه لري ٠ البتأ يوه اندازه بوره د ماشومانو د ودې له پاره ضروري ده ، ځکه بوره په بدن کې د تودوخي د رامنځ ته کيدو يوه مهمه وسيله ده ٠ خو که د ماشومانو په بدن کې د قندي موادو اندازه ډيره زياته شي ، د ماشومانو له پاره به ا زيان سبب شي ٠ ځکه د زياتو خواږو خوراکونو يوه برخه د خوړلو نه وروسته د ماشومانو په خوله کې پاتي کيږي چه د لږ وخت په تيريدو سره خرابيږي او د ماشومانو د غاښونو د رژيدو او د خولې د نورو امراضو سبب کيږي يعني د ماشوم په خوله کې به ډول ډول مکروب پيدا کيږي او د زياتو ناروغيو د پيدا کيدو له پاره به زمينا برابره شي ٠ همداراز د زياتو خواږو خوراکونو د خوړلو په نتيجه کې به د ماشومانو په بدن کې ويتامين بي له منځه لاړ شي او د کلسيم به کم شي ٠ په دي اثر به نه يوازي د ماشومانو سترګې کمزوري شي بلکه اشتها به يي هم وسوځيږي ٠ په دي کې يو بل ضرر دا دي چه د ماسوم د قد جکوالي به تر زيات تاثير لاندې رواستل شي ٠ دوهمه مشوره دا ده هر کله چه د دوبي موسم راځي ، هوا ډيره توديږي ٠ په دي موسم کې ماشوم ټول د يخ خوراکونو د خوړلو او يخ شربت د څښلو سره زياته مينه لري ٠ په دي نسبت ميندې او پلرونه دي توجه وکړي چه ماشومانو ته د دغسي خوراکونو يا شربت د زيات خوړلو او څښلو اجازه ور نه کړي ٠ ځکه د ماشومانو ميده ډيره نرمه ده ، که زيات يخ خوراکونه پکي ځاي شي ، نو ميده يي انقباض کوي او راغونډيږي ، د ميدې شيره او د هضمي طاقت به يي کم او کمزوري شي ٠ يو شمير ماشومان چه ډير ضعيف او غذايي موادو د کمبود سره مخامخ دي ، علت يي همدغه دي ٠