ديو پانګه اچوونکی شرکت او يو مشورتی شرکت له خوا په وړاندی شوی راپور کښی ويل شوی چه په نړۍ کښی پنځه لکه تنه مليونران زيات شوی دی ، په امريکا کښی د مليونرانو د شمير دزياتوالی سرعت له اروپا ، اسيا او لاتينی امريکی څخه اوښتی دی .په راپور کښی ويل شو ی چه دتير کال ترپايه پوری دهغو کسانو شمير چه د يو مليون امريکايی ډالرو په ارزښت جايدادونه لری ، اوومليونو اوو لکو تنو ته ورسيد چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال په نسبت پنځه لکه تنه زيات شوی
د ی.د ٢٠٠٤ کال دپاره د نړۍ د شتمنۍ په باب راپور کښی ويل شوی چه ددغو مليونران عمومی پانګی په سلو کښی اوه اعشاريه اوه زيات شوی .په نړۍ کښی اويا زره تنه کسان ډير شتمن شوی دی او ددوی انفرادی پانګی ديرشو مليونو امريکايی دالرو ته رسيدلی دی .
په راپور کښی هم ويل شوی چه په دی وروستی يو کال کښی تر لاسه شوی ستری شتمنۍ د پولی بازار په چټک انکشاف ،د شرکتونو په ښه اداری حالت او د بيلو بيلو هيوادو په اقتصادی زياتوالی پوری اړه لری .
په امريکا کښی دوه مليونه دوه لکه اويا زره تنه مليونران شته او په نړۍ کښی لومړی مقام نيسی چه دغه رقم د ٢٠٠٣ کال په نسبت په سلو کښی څوارلس زيات شوی دی ، چين او هند په جلا جلا توګه په سلو کښی دوولس او دوه ويشت زيات
شوی دی . په راپور کښی ويل شوی چه په اروپا کښی د مليونرانو شمير يوازی په سلو کښی دوه اعشاريه څلور زيات شوی دی .په اروپايی هيوادونو کښی د مالياتو
پاليسۍ د شخصی شتمنيو زياتوالی محدود کړی دی ،نو ځکه داروپا د شتمنيو منځنی سويه دامريکی او کاناډا څخه ټيټه ده .
په چين کښی اوه لکه څلويښت زره تنه په نشه يی موادو روږدی کسان شته .
اوس د نشه يی موادو د هغو روږدی کسانو شميرچه په چين کښی ثبت او راجستری شوی ، له يو مليون او پنځوسو زرو تنو څخه اوښتی دی چه په دی جمله کښی دهيروينو د استعمالوونکوشمير شپږو لکو دری څلويښتو زرو تنو ته رسيدلی دی .د تير کال تر پايه پوری په چين کښی په نشه يی موادو د اخته کسانو شمير له اوو لکو څلويښتو زرو تنو څخه اوښتی و ، له ١٩٩٨ کال څخه تر٠ ٢٠٠ کاله پوری په ټول هيواد کښی يو مليونو څلورو لکو دری نوی زرو تنو د جبری طريقی په واسطه د نشوی موادو له استعمالولو او څکلو څخه ځانونه خلاص کړی دی . اوس په هيواد کښی ټول پنځه سوه دری اتيا داسی ځايونه موجود دی .