<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-03 19:14:47    
نوی فکر

cri

هر چيرته لاړم ، هر چا ته ورغلم ښکته پورته ډير وګرزيدم . ښارونه مې ولټول په هيڅ ځای کی يی له هيچا سره پته نه وه .

هغه څه چه زه غواړم دلته نه پيدا کېږی چا چه غټه چوکۍ غوښتله پيدا يی کړه . څوک چه په نوی موټر پسی ګرزيده هغه دی پکی ناست دی هغه چه په پيسو پسی لالهانده و ، بانګونه يی ډک کړه .

يوازی زه خپلې ارزو ته ونه رسېدم . په رستيا چه زه په ډير نادر او ناياب څيز پسی کرزم او زما حرص له ټولو نه زيان دی .

هو! زه نوی فکر نویخيال اونوی جهان غواړم .

دلته نوی راډيو ګانې ، نوی فلمنه ، نوی ساعتونه ، نوی فېشنونه پيدا کېږی مګر نوی فکر او نوی مضمون نشی پيدا کېدی .

دلته شاعرانو ډيرې سندرې وويلی خو نوی فکر پکی نه و . پسرلی بيا هماغه ګلونه راوړل چه مونږ څو ځله ليدلی او بوی کړيدی . مونږ په قرنو قرنو د ګل او بلبل زوړ مضمون اړوو را اړوو مګر نو یڅه نشو پيدا کولی .

مونږ نوی مضمونونه په زړو موضوع ګانو کی لټوو او د زړې بوډۍ په سر نوی دړۍ ږدو .

دالته ميندې نوی اولادونه راوړی مګر د ماغونه نوی فکرونه نشی راوړی .

دلته ښځې له کورونو نه وتلی شی خو نوی مضمون له دماغونو څخه نه راوزی .

دلته دا عادت دی چه پېغله د پلار په کاله زړيږی او بيا وديږی . دلته اوس هم د زړو فکرونو کاله ته ريباران ځی او راخی او له نوو نه زړې خبرې ښې خرڅېږی .

دلته د بوډۍ په ټال کی زړې ارزوګانې ځانګې او زاړه سرودو نه غږېږی .

دلته به خيرات خواره مليونران شی ، بيسواده به رئيسان شی . ښخې به په مېړونو زورورې شی ، ملايان به د رندانو په مجلس کی ګډون دکړی مګر نوی فکر او نوی مضمون به پيدا نشی .

زمونږ کوچنيان چه پيدا شی نو سپين ږېری وی او په ډېره زړه ځانګوکی څملی ، زمونږ للو ډېره زړه ده او زړه دائی زمونږ دماشومانو تربيت کوی . زمونږ ځوانان که ږيرې ونه خريی نو سپين ږېری ورته ويلی شو .

مونږ نوی خولۍ په سر کړې مګر نوی فکرونه مو رد کړه . نوی ښارونه مو جوړ کړه مګر زاړه بوډاګان پکی ناست دی زړې قصې کوی .

مونږ د زړوبوډاګانو په محفل کی زوړ راګ غږوو او له سپين ږيرو نه د ځوانانو اتڼ غواړو .

دا ارزو بيهوده ده زه بايد په نوی فکر پسې بل چېرته لاړشم ، دا شی له زړو شاجانيانو سره نشته .

که د اتيا کالو بوډا نوی واده وکړی هم زوړ دی . که زوړ سړی نوی پوستين واغوندی بيا هم زوړ دی که له زاړه ښاره نوی ښار ته راشی هم زوړوالی ورسره دی .

هو! کور يی نوی دی ، مګر فکريی زوړ دی په دغسی نوی کور کی نوی فکر اونوی مضمون نه پيدا کېږی .