<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-03 19:37:59    
د ماشومانو د روغتيا ساتنه

cri

د ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب تعليمي پروژه په دی وروستيو وختو کي د چين په شانګهاي ښار کي په کار پيل وکړ٠ دغه پروژه به د شانګهاي ښار د ماشومانو د روغتيا ساتني د انيتيتيوټ او د شانګهاي د که سينګ په نامه د بيولوجيکي تخنيک د محدود شرکت له خوا په ګډه سره سر ته ورسول شي او د پلان له مخي به په راتلونکو درو کالو کي د شانګهاي څه د پاسه ٤ لکو ماشومانو ته چه عمر يي له ٦ کالو نه کم دی او ددوي والدينو ته په عمومي توګه د روغتيا ساتنې په باب تعليم ور کړي شي څو چه د شانګهاي د ماشومانو لپاره د روغتيا ساتنې ديوال جوړ کړي شي ٠

د ساري ناروغی چه ناڅاپه رامنخ ته شوي بشر ته د خطرزنګ وهلي او روغتيايي ژوند ته د ګردې ټولنې زياته توجه يي راجلبه کړيده ٠ که په راتلونکي کي نور نوي ويروس بيا په انسانانو باندي بريد وکړي ، نو انسانان به څنګه ور سره مقابله وکړي ؟ د شانګهاي د ماشومانو د روغتون مشر ښاغلی سونګ اينګ جي وويل چه چه له اوس څخه مونږ بايد د ناروغيو په ضد عادي دفاعي ميکانيزم جوړ کړو او له ماشومتوب څخه ماشومان دی ته وروزو چه د حفظالصحي ښه عادت او د روغتيا ساتنې شعور يي لوړ شي چه دا نه يوازي ددوي د لوي کيدو نه وروسته په ناروغيو د اخته کيدو احتمال تر زياتې اندازې پوري کمولي شي ، بلکي ددوي د روزنې هغه خاصه نتيجه هم رامنخ ته کولي شي کوم چه ددوي په نيکه او انا ، پلار او مور او اولادونو باندي مثبته اغيزه واچوي ٠

ماشومان د دولت راتلونکي اميدونه دي ، په ننني چين کي هره کورنی يوازي يو ماشوم لري ، نو د ماشومانو سالم وده کول ددوي د کورنيو لپاره ډير مهم ګڼل کيږي ٠ که څه هم هره کورني په پوره دقت سره خپل ماشوم روزي ، خو اغلبأ د روغتيا ساتنې او د ماشومانو د روزلو په باب د علمي معلوماتو د کموالي له امله ، د ماشومانو د بدني ودې ، روحي ودې او د ناروغيو د تداوي او علاج په ترڅ کي ډيرې ښې نتيجې نه دي تر لاسه شوي ٠

د مربوطو اسنادو له مخي ، اوس د چين ماشومان د سو تغذيي ، چاغوالي ، نژدی نظر ، د چينجيو غاښونو ، د وينو د لږوالي او د روحي حفظالصيحي په شمول د ٥ لويو روغتيايي مسلو له تهديد سره مخامخ دي ٠ د چين دغذايي پوهي د شورا رييس ګه که يو په انديښنې سره وويل چه په دي نژديو لسو کالو کي ، زمونږ د زده کوونکو په منځ کي د چاغو ماشومانو شمير په زياتې اندازی سره زيات شوي او د بدني وزن عادي انډول يي مخ پر ټيټيدو دی ٠

د احصايوي پلټنې له مخي ،له يوې خوا د چين په ځينو غريبو سيمو کي زيات شمير ماشومان د وينو د لږوالي ، د هډوکو د کوږوالي او د ودې د بطيوالي په ناروغيو اخته شوي او ښکاره سوتغذيه لري ٠ له بلې خوا په ښارونو کي زيات بدني وزن لرونکي او چاغ ماشومان په ښکاره توګه زيات شويدي ٠ مثلا د چين په مرکز بيجينګ کي د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو په زده کوونکو او شاګردانو کي د چاغو ماشومانو انډول په سلو کي ١٥ دي چه دغه شمير د لسو کالو د پخوا په نسبت يو چند زيات شويدی ٠ د ماشومانو چاغيدل د بالغانو د چاغوالي سبب دی او د بالغانو چاغيدل بيا د وينو د لوړوالي ، د زړه د ناروغي او د قند د ناروغي په شمول د يو لړ ناروغيو سبب کيږي ٠ اوس د چين په ښارونو کي د هعو کسانو عمر چه په پورتنيو ناروغيو اخته شوي ، مخ پر ټيټيدو دی ٠

د اطلاعاتو په زمانه کي د چين ماشومان د تليويزيوني پروګرامونو په کتلو ، د الکترونيکي لوبې کولو ، د ماشين په چلولو او د کمپيوتر په لوبه کولو کي مصروف دي چه له دي امله د چين د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو په زده کوونکو او شاګردانو کي د نژدي نظر په ناروغۍ د اخته کيدو ميزان کال په کال زيات شوی او د جاپان نه وروسته اوس په نړۍ کي دوهم ځای نيسي ٠ سربيره پردی ، هغه پيښې چه د پروخت د علاج نه کولو له امله غاښونه چينجن شوي او د تغذيي په باب د علمي معلوماتو د کموالي له امله د وينو لږوالي رامنځ ته شوي ، د چين په ماشومانو کي هم ورځ په ورځ په زياتيدو دي ٠

د شانګهاي د ماشومانو د روغتيا ساتنې د انستيتيوټ مرستيالې ميرمنې ګونګ چون چه د څه د پاسه شلو کالو لپاره د ماشومانو د روغتيا ساتنې په کار بوخته ده وويل چه د ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب د تعليمي پروژې مقصد دا دی چه په وړيا ډول د شانګهاي د ماشومانو کورنيو ته د ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب تعليمي لارښوونه وکړي ، د ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب تعليمي سيمينار جوړ کړي ، د ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب تعليمي نسخې وليکي او د ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب سلاو مشروې ور کړي څو چه په پورتنيو شکلونو سره زياترو ماشومانو او ددوي کورنيو ته چه د روغتيايي معلوماتو څخه بي برخې دي ، مربوط علمي معلومات ور کړي شي او په عين حال کي د شانګهاي د ماشومانو د روغتياساتنې انستيتيوټ هم کولي شي چه د يوازني طبي علاج له څانګې نه د طبي علاج ، وقايي او روغتيا ساتنې د يو ځايښت پر خوا بدل شي ٠

د ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب د تعليمي پروژې د تطبيق په بيهر کي د شانګهاي د که سينګ په نامه شرکت به يو شمير داوطلبان وګماري او دغه داوطلبان به د روزنې د منلو نه وروسته په اوسيدونکو سيمو کي په فعاله توګه د ماشومانو د روغتياساتنې په باب تعليمي فعاليتونو کي برخه واخلي ٠