<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-04 18:07:26    
المان به له افغانستان سره زياتې مرستې وکړی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د المان خارجه وزيرفيشير د اکتوبر په دريمه نيټه په برلين کښی د افغانستان د اسلامی انتقالی دولت له رئيس حامد کرزی سره د خبرو اترو په ترڅ کښی وعده وکړه چه المان به په مداومه توګه افغانستان ته هر اړخيزې مرستې ورکړی٠کرزی د المان لخوا د يوې جائزې د ترلاسه کولو دپاره نوموړی هيواد ته لنډ مسافرت کړی دی٠

فيشير له خبرو اترو نه وروسته په يوه مطبوعاتی غونډه کښی دی ته اشاره وکړه چه په افغانستان کښی د تروريستی قوتونو د بيا قوی کيدو د مخنيوۍ دپاره بايد ټول لازمی تدبيرونه غوره شی٠ نو په دی مناسبت المان به د افغانستان د جمهوری رياست دپاره له انتخاباتو نه وروسته د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کښی د پوليسی قواوو له جوړيدو څخه ملاتړ وکړی او د سرحداتو د امنيت د ښه کولو په برخه کښی به له افغانستان سره مرسته وکړی ځکه چه د افغانستان د سرحداتو د امنيت ساتل د نشه ئی موادو د قاچاق د مخنيوۍ دپاره ډير مهم ښکاری٠

په دې وروستيو ورځو کښی د ناتو بلاک افغانستان ته نور دوه زره تنه پوځيان ور ليږلی دی٠ نو ځکه حامد کرزی دا څرګنده کړه چه د افغانستان د جمهوری رياست لپاره به انتخابات په سالمه توګه ترسره شی ٠