<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-04 18:36:28    
د جه جيانګ ولايت په کليو کښی د طبی ضمانت په باب نوی نظام اجرا کوی

cri

د ٢٠٠٢ کال نه پيل دچين د جه جيانګ ولايت په فعاله توګه په په برخه ايزو کليوالی سيمو کښی د طبی ضمانتپه باب د نوی نظام په چلولو پيل کړی دی ، څو چه هغه مسئله حله شی کوم چه داکتر ته د بزګرو ورتلل يو مشکل کا ردی .

دچين په يو مليارډ دری سوو مليونووګړو کښی په سلو کښی اويا يی بزګران دی . پخوا به د طبی ضمانت د نشته والی له کبله بزګرانو بايد په ځانګړی ډول طبی لګښتونه په خپله غاړه اخيستل .، نو ځکه ناروغۍ د زياتو بزګرود ژوند د غريبۍ له مهمو علتونو څخه شميرله کيده .

ددغه حالت د بدلولو دپاره چين په ځينو کليوالی سيمو کښی د طبی ضمانت

په باب د يو ډو ل نوی نظام يعنی کوپراتيفی طبی نظام په چلولوپيل کړی دی .

د جه جيانګ ولايت د شاو سينګ ولسوالۍ له ازمايښتی سيمو څمخه يوه ده ..

د شاو سينګ ولسوالی په اوه لکو تنو وګړو کښی په سلو کښی اتيا يی بزګران دی . د کوپراتيفی طبی نظام د چلولو په بهير کښی دوی داسی کوپراتيفی طبی صندوق جوړ کړی دی کوم چه د مرکزی حکومت ، محلی حکومت او بزګرو له خوا په ګډه سره پکښی پانګه اچوله شوی ده . د محلی ځای بزګران هرکال يوازی دپنځه ويشت ژن مين بی يونو په ادا کولو سره په کوپراتيفی طب کښی ګډون کولی شی

،کله چه بزګران په ناروغۍ اخته شی يا په روغتون کښی بستری شوی وی ، نو دوی کولی شی چه دتناسب له مخی ځينی طبی لګښتونه بيرته ترلاسه کړی . د شاو

سينګ ولسوالۍ د روغتيا د اداری مرستيال څنګ ګو چيانګ وويل لومړۍ هغه بزګر چه د فقير په تيټه سويه کښی ژوند کوی ، د بستری د لګښتونو په سلو کښی له پنځوسو نه تر اويا پوری بيرته تر لاسه کولی شی ،دوهم هغه څوک چه په ژوند کښی له مشکلاتو سره مخامخ شوی ، که يو وار د بستری لګښتونه يی له لسو زرو يونوڅخه واوړی ، نو هغه ته به مرستی ورکړای شی .دريم که د يو کال طبی لګښتونه له پنځلسو زرو يونو څخه واوښتل شی ، هم بايدهغه ته مرستی ورکړای شی . ددغو پاليسو دتطبيق په نتيجه کښی د ځينو بزګرو هغه مسئله حله شوی ده چه په ناروغۍ داخته کيدو له کبله غريب شوی دی .

پخوا په علاقه داريو او کليو کښی د روغتونونو او کلينيکونو تاسيسات په عمومی ډول نسبتا ساده وو او د بزګرو طبی اړتياوی يی نشوای پوره کولی . په دی وروستيو دوو کلونو کښی د شاو سينګ ولسوالۍ د کليوالی کوپراتيفی طبی نظام د اجراکيدو له لاری د حکومت او ټولنی د پانګو په واسطه پنځلس رو.غتونونه اصلاح او پراخ کړی دی .

د فو چوان جين روغتون له پنځلسو اصلاح شويو روغتونونو څخه شميرل کيږی . د نوموړی روغتون رئيس ما ګاو سيانګ زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه ما په ١٩٧٢ کال کښی په کلی کښی په طبی کار پيل کړی و. په هغه وخت کښی طبی شرايط ښه نه وو، يوازی د دارو درملو يو صندوق ، د وينو د فشار داندازه کولو اله او د اکيوپنکچر ځينی ستنی موجودی وی . اوس زمونږ د نوی روغتون د جوړيدو نه وروسته تجهيزات زيات شوی او د طبی پرسونلو سويه هم اوچته شوی ده ،

په علاقه دارۍ کښی دروغتونونو د اصلاح نه پرته د شاو سينګ ولسوالۍ هم

په يو سلو پنځه ديرشو طبيعی کليو کښی په جلا جلا توګه يو کلينيک جوړ کړی دی .ښاغلی څاو سينګ شنګ د شاو سينګ ولسوالۍ د حه وان کلی په کلينيک کښی يو ډاکتر دی ، هغه وويل چه پخوا په کليو کښی طبی مرکزونه موجود نه وو ، په محلی ځای کښی معمولی ناروغۍ او زيات پښيدونکی ناروغۍ پر وخت نشوای تداوی کيدای ،د کلينيک د جوړيدو نه وروسته مونږ ډاکتران د هر کلی وړ دی او د محلی ځای بزګران هم پر مونږ باندی اعتماد لری .هغه بيا زياته کړه چه د کليو په درجه کلينيکونه کولی شی چه د کليوالی کوپراتيفی طبی نظام له خوا د راغونډ شويو پانګو په واسطه لا زيات طبی تجهيزات او دارو درمل واخلی او له دی لاری په لا ښه شان سره د بزګرو دپاره خدمت وکړی .