د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د پاکستان پوځ د اکتوبر په ٤ مه نيټه د جنوبی وزيرستان په قومی سيمه کی چی د افغانستان جنوبی خوا ته نژدی ده ٤ تنه خارجی وسله وال کسان ووژل.
د پاکستان د پوځ د خبر له مخی په همدې ورځ سهار يو شمېر وسله والو کسانو د نوموړی سيمې په زياتو پاکستانی نظامی تهاڼو او تالاشی په پوستو باندی حملې وکړې او څه دپاسه ٥٠ راکټونه او مرمۍ يی وويشتلی. ور پسی د پاکستان امنيتی پوځ ور باندی متقابل بريد وکړ او د نوموړو کسانو د محاصرې او ځپلو په عملياتو کی نه يوازی ٤ تنه خارجی وسله وال کسان ووژل، بلکه د نوموړو کسانو په پټ ځای کی يی زيات شمېر وسلې او بمونه لاس ته راوړل.
د پاکستان د جمهور رئيس مشرف په قول په دې نژديو ورځو کی د پاکستان امنيتی پوځ افغانستان ته نژدی په خپلو قومی سيمو کی څه دپاسه ٧٠ زره تنه عسکران ځای پر ځای کړل او د القاعدې د سازمان د وسله والو کسانو په مقابل ک يی يو ځانګړی نظامی عمليات عملی کړی دی او څه نا څه ١٠٠ تنه د القاعدې د سازمان تروريستی عناصر ووژل شول.