<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-05 18:17:55    
لويان بايد کوچنيانو ته تعليم ورکړي چه په خپل مينه ناک زړه له غريبو او بي وزلو کوچنيانو سره مرسته وکړي

cri
د سپتمبر ٢٠ مه نيټه د چين د اتباعو د اخلاق په باب له دوهمې مطبوعاتي ورځې سره مصادفه وه ٠ په دی ورځ کي ، د چين د ماشومانو د مرکز په اړوند په خپل مينه ناک زړه له غريبو او بي وزلو کوچنيانو سره د مرستې دفتر په رسمي توګه جوړ شو ٠ کله چه دغه خبر خپور شو ، سمدلاسه د ټولنې د مختلفو خواوو ملاتړ او توجه راجلبه شوه نامتو نقاش ښاغلی سونګ جو شنګ تر ټولو نه لومړی دفتر ته ٣ زره ژن مين بي يونه پيسې چه د ده له خوا تر لاسه شوي جايزه ده ،د بسپني په توګه ور کړې څو چه يتيمانو او غريبو کوچنيانو ته خپله مينه او محبت څرګند کړي ٠يو کوچني چه ژر به ښوونځي ته داخل شي ، هم د مور په ملګرتيا دفتر ته ورغي او دا هيله يي څرګنده کړه چه له يوه غريب همزولي سره مالي مرسته وکړي چه په ښوونځي کي درس ولولي څو چه غريبو او بي وزلو کوچنيانو ته خپله مينه او محبت څرګند کړي ٠ دغه راز په بيجينګ کي د امريکې د هارد په نامه د ماشومانو خدمتي مرکز هم د ٣ لکه او ٥٠ زره ژن مين بي يونو په اندازه نغدي بسپنه دفتر ته ور کړه څوچه ددوي په سپارښت دغه پيسې د چين د جيلين ولايت د مي خه کو ښار د ماشومانومرستون ته ورکړي ٠ د نوموړي دفتر د جوړيدو په غونډه کي ، د چين د ماشومانو د مرکز مشر ښاغلي ځاوسونګ اي ژمنه وکړه چه مرکز به د دفتر د صندوق په توګه يو لکه يونه پيسې مصرفې کړي او ځای په ځای يي د بيجينګ د لويديځې سيمې د ملکي چارو د رياست له مشر سره يو ځای ٢٠ تنو غريبو او بي وزلو کوچنيانو ته کومکي معاش ورکړ٠ نوموړي دفتر به د ګرد هيواد د کوچنيانو په منځ کي د مينه ناک زړه د لرلو په باب تعليمي فعاليت پراخ کړي او هيله به ولري چه کوچنيان او لويان پخپله خوښه پکي ګډون وکړي او په خپل مينه ناک زړه له غريبو او بي وزلو همزولو سره مرسته وکړي ٠دفتر به په فعاليت کي دا پيشنهاد هم وړاندې کړي چه بايد د ژوند ، زده کړی او قانون په درو برخو کي له غريبوکوچنيانو سره مرسته وکړي شي ٠