<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-05 18:39:09    
د قزاقستان د جمهوررييس مشره لور په پارلماني انتخاباتو کي له خپل پﻻر سره سيالي وکړه

cri
د سپتمبر د ٢٠ مې نيټې په ماښام ، د قزاقستان مرکزي انتخابي کميټې اعلام وکړ چه د ابتدايي رايګيری له نتيجې نه څرګنده شوي چه د قزاقستان د عوامو مجلس په انتخاباتو کي چه د سپتمبر په ١٩ مه نيټه پای ته ورسيدل ، د جمهورريس نظربايف تر لارښوونې لاندې د وطن په نامه ګوند تر نورو ګوندونو نه زياتې رايي تر لاسه کړي او دده د مشرې لور دريګا نظربايف تر مشرۍ لاندی د اسر په نامه ګوند دوهم ځای ونيوه ٠ دا چه پلار او لور دواړو په عين حال کي د خپل خپل ګوند په مشرتابه په پارلماني انتخاباتو کي ګډون او مسابقه کړي ، د نړۍ په سياسي صحنه کي هم لږ ليدل کيږي د اسر په نامه ګوند د دريګا له خوا د ٢٠٠٣ کال په د سمبر کي جوړ شوی او ګوندي غړي يي د جوړيدو د اول وخت له څو زرو تنو نه اوس څه د پاسه يو لکو ٧٠ زرو تنو ته زيات شوي او له دی جملې نه په سلو کي ٦٠ زلميان او پيغلې دي ٠ د سپتمبر په ١٤ مه نيټه دريګا له خارجي مطبوعاتي ذرايعو سره د مرکې په بهير کي وويل چه که څه هم زمونږ د جمهورريس لارښوونکی بنسټ ډير کلک او ور څخه د طرفداری ميزان په سلو کي اتيا او پنځه اتيا ته رسيدلی شي ، خو د جمهورريس شاوخوا کسان ډير محافظه کار دي اومترقي مفکوره نه لري او دوي هميشه جمهورريس د خپل حمايت د چترۍ په توګه ګڼي چه دا د جمهورريس حيثيت ته تاوان رسولی دی ٠ زما په نظر ،مسابقه نه لرونکي ځای به بالاخره منجلاب وګرځی ٠ زما له خوا د نوي ګوند د جوړيدو مقصد دا دی چه د جمهورريس په جبهه کي يو ډول د مسابقې فضا جوړه کړم او د جمهورريس تر لارښوونې لاندی په سياسي ګوند کي چلنج رامنځ ته کړم چه دا زما له خوا د ځان لپاره ټاکل شوی دنده ده ٠ د پلار او لور تر منځ د روابطو ښه حلول د دريګا لپاره ډير مهم دي ٠ هغې وويل چه زما د ټولو کارونو په نزد ، پلار هميشه يو علاقه مند کتوونکی دی ٠ کله چه مي فکر وکړ چه يو نوی ګوند جوړ کړم ، له پلار سره می مشوره وکړه ٠ هغه د پخوا په شان ماته وويل چه ښه دی ، ته ازموينه وکړه ٠ په لويو ستراتيجيکي موضوعاتو کي زه پلار ته خبر ور کوم ، خو په ځينو تکتيکي مشخصو موضوعاتو کي زه پخپله کار کوم ٠ دريګا وويل چه د ټولو اولادونواو والدينو په شان زما او پلار تر منځ هم توپيرونه موجود دي او زمونږ توپيرونه ډول ډول دي چه له دي جملي نه سياسي توپير هم شته ٠ په ١٩٨٥ کال کي ، ٢٢ کلنه دريګا د قزاقستان له دولتي پوهنتون نه د فارغيدو نه وروسته د لوړو تحصلاتو لپاره بيا د امتحان له لارې د مسکو د پوهنتون په تاريخي څانګه کي داخله شوه او د سياسي علومو د دکتورا درجه يي تر لاسه کړه ٠ د قزاقستان او روسيي د ژبو نه پرته ، دريګا روانې انګليسي او ايتاليايي ژبې هم ويلي شي او په جرمني ژبه هم پوهيږي ٠ په ١٩٩٢ کال کي دريګاد قزاقستان د ماشومانو د ښيګڼو د صندوق د مرستيالې دنده په غاړه واخيستله او وروسته د کار لپاره د قزاقستان لومړنی تليويزيوني ستيشين ته لاړه ٠ نن ورځ هغه د خبر په نامه تليويزيوني ستيشين چه په قزاقستان کي تر ټولو نه لوی تليويزيوني شبکه ده او دمطبوعاتي ذرايعو لوي سيستم لري چه دا د هغې د سياسي ژوند څخه زيات ملاتړ کړيدی ٠ دريګا د سندرې ويلو سره هم ډيره علاقه لري ٠ د دوو کالو راهيسي ، هغې په وار سره په مسکو او المااتا کي د سندرو ويلو څو فردي کنسرتونه جوړ کړی او تر لاسه شوي ټولې پيسې يي د بسپنی په توګه د وطن څخه په دفاعي جګړه کي ګډون کوونکو زړو سرتيرو او غريبو او بي وزلو خلکو ته ور کړيدي ٠ نن ورځ ، د دريګا د سندرو ويلو لومړی سي دي خپورشويدی ٠