د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان د نيوز ورځپاڼې د اکتوبر په شپږمه نيټه خبر ورکړ چې په افغانستان کې د جمهوري رياست د عمومي انتخاباتو د وخت درانژدي کيدو له امله پاکستان په دې وروستيو وختونو کې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې خپله بيداري اوچته کړې ده، ترڅود افغانستان د عمومي انتخاباتو د ورانولو دپاره افغانستان ته د تروريستانو د ننوتلو مخه ونيسي د خبر له مخې د پاکستان پوځ په دې نژديو وختونو کې په سرحدي سيمه کې ٢٥٠ پلټونکي مرکزونه جوړکړي او يوه چټکه ګوزاريزه قوه يې هم ترتيبه کړې ده ٠
|