<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-06 18:22:07    
د نفوس د جنسيت د تناسب نا برابرۍ به د ټولنيزې مسئلې سبب شي

cri
نن ورځ د انسان تاريخ که څه هم يوويشتمې پيړۍ ته داخل شوي او انسانانو په اقتصادي او اجتماعي ژوند کې ډيره ستره پرمختيا موندلي ده ، مګر د نړۍ په يو شمير هيوادو کې لکه په ځينو اسيأيي او جنوبي اسيأيي هيوادونو کې هغه غلطه عنعنوي مفکوره چه د ښخو په نسبت د نارينه و مقام لوړ دي، لا هم موجود دي ٠ مثلأ په هند کې د ښځي مقام ډير ټيټ دي ٠ د دغې غلطې مفکورې تر اغيزې لاندې په دغو هيوادونو کې دنفوس د جنسيت توپير زيات ښکاري ٠ دغسي حالت د چين په ځينو ځايونو خصوصأ په ځينو کليوالو سيمو کې هم موجود دي ٠لکه هغه وروسته پاتې مفکوره چه د ځان دزوړتيا د ژوند دتامينولو له پاره بايد زامن وروزي ٠ ځکه لور به بلااخيره په نورو پوري اړه ولري ، لا هم د يو شمير خلکو په دماغونو کې ټينګه ساتله شوي ده ٠ نو په يو شمير کورنيو کې لور نه غواړي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د چين په ځينو ځايونو کې دغسي حالت رامنځ ته شوي چه د زيږيدنې دجنسيت تناسب نسبتأ لوړ شوي دي ٠ د چين حکومت او اړوندې څانګې دغې مسئلي ته ډير متوجه شوي دي ٠ د چين د زيږيدنې د لارښودنې دولتي کميټې په دي نژديو وختونو کې دا څرګنده کړه چه بايد تدبيرونه او اړوندې پاليسۍ غوره کړي څو چه د زيږيدنې د جنسيت د تناسب لوړتيا مخنيوي او کنترول و شي ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر د زيږيدنې د جنسيت د تناسب لوړتيا د هغې نتيجې سبب شوي چه د نارينه و د مخ په زياتيدو سره به د هغو نارينه و له پاره چه د واده عمر ته ورسږي ، د مناسب عمر لرونکي نجوني پيدا کول به ډير مشکل کار وي ٠ چه دا به پر ټولنې او اقتصاد باندې ناړوه اغيزه واچوي ٠ د زيږيدنې د جنسيت د تناسب د لوړتيا يو عمده علت دا دي چه هغه وروسته پاتي مفکوره چه ښځو ته په سپکه سترګه ګوري اود ښځي په وړاندې تبعيض کوي ، لا هم په ځينو خايونو کې په سرتنبګۍ سره ساتل شوي ده٠ په دي نسبت د چين حکومت او اړوندي څانګې له بيلا بيلو ځايونو څخه غوښتنه وکړه چه د نارينه و او ښځود مساوي حقوقو په باب زيات پروپاګندونه وکړي او د اړوندې قانوني پاليسۍ د پياوړتيا له پاره کوشش وکړي ٠ که اړونده پاليسۍ او قوانين طرحه او تر جدي تطبيقاتو لاندې راشي ،د دغه حالت څخه به مخنيوي او کنترول کيداي شي ٠ د مثال په توګه د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزي په لومړنيو وختونو کې د کوريا په جمهوريت کې د نوي زيږيدلو د هلکانو او نجونو تناسب يو سل څوارلس تنه د سلو تنو په مقابل کې و ٠ خو وروسته په دي هيواد کې اړوند جدي قوانين طرح او عملي شوي ، په عين وخت کې ډاکتران تر جدي روزنې لاندې راوړل شوي ، دغه راز هم ټاکل شوي چه که ډاکتر اړوند جنايت تر سره کړي ، سخته سزا به ورکړي شي حتي په ټول عمر کې به د ډاکتري له کار څخه ممنوع وي ٠ د يو لړ تدبيرونو او قوانينو د عملي کيدو نه وروسته اوس د کوريا په جمهوريت کې د زيږيونې د جنسيت تناسب ټيټ شوي دي ٠ د زيږيدنې د جنسيت د تناسب نسبتي لوړ تيا په دي وروستيوکلونو کې تل د چين د حکومت او اړوندو څانګو د توجه وړ ټولنيزه مسئله ګڼل کيږي ٠د نوموړي مسئلې د حل له پاره اوس د چين په بيلا بيلو ځايونو کې اړوند تدبيرونه او پاليسۍ غوره او عملي شوي دي ٠ د مثال په توګه د چين په ځينو کليوالي سيمو کې محلي حکومت هغو کورنيو ته د مرستې ورکولو په هکله امتيازات ورکوي چه يوازي لور لري څو چه د توليدي قوې د کمبو د له امله رامنځ ته شوي ستونزې ليري شي ٠