د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف اوصدراعظم شوکت عزيز د اکتوبر په ٧ نيټه د هغه هيواد د داخلی امنيت اوضاع وڅيړل او هغه دوې بمی چاودنې يی سختی وغندلی چه په همدی ورځ سهاروختی دمنځنی پاکستان د ملتان په ښار کی شوی وی . نوموړو دواړو څرګنده کړه چه پاکستان به د سختو اقداماتو په نيولوسره تروريزم وځپی.
په همدی ورځ د م م سرمنشی کوفی عنان د خپل نظاق په خوله په يوه اعلاميه کی نوموړی پيښی سختی غندلی دی او د پاکستان له مذهبی مشرانو او د مختلفو خواوو له شخصيتونو څخه يی غوښتنه وکړه چه د خپلو اغيزو څخه په استفادی سره د نوموړو حالاتو د خرابيدو د مخنيوۍ لپاره هلی ځلی وکړی .