<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-08 20:34:46    
په پاکستان کښی څو ځله تروريستی حملې پيښې شوې او د خلکو دپاره د توجې وړ ګرځيدلی دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د اکتوبر د اوومې نيټې په سهار د پاکستان د ملتان په ښار کښی د دوو بمونو چاودنې پيښې شوې چه په نتيجه کښی لږ تر لږه نهه ديرش تنه مړه او څه دپاسه سل تنه ټپيان شول٠ دا په يوه اونی کښی په پاکستان کښی پيښه شوې يوه بله سخته تروريستی پيښه وه

وروستنی چاودنې د ملتان د ښار د اوسيدونکو په يوه سيمه کښی پيښې شوې٠ د پوليسی مقاماتو په قول ، سر د شپږمې نيټې له شپې څخه څه نا څه دری زره تنه سنيان هلته راغونډ شوی ؤ او د پاکستان د پخوانی پارلمانی غړی مولانا عظم طارق د مړينې د لومړی تلين په مناسبت يی خپله خواشينی څرګنده کړه چه هغه يو کال مخکښی له حملې سره د مخامخيدو په اثر مړ شو ٠ د اوومې نيټې د سهار په څلورو بجو او څلويښتو دقيقو کله چه د تعزيت مراسم ختم شول او خلک له هغه ځای څخه وتل، بم وړونکی موټر ناڅاپه وچاود او دوه دقيقې وروسته په يوه موټرسايکل کښی يو بل بم هم وچول شو٠ پوليسانو د چاودنې د ځای د پلتنې نه وروسته دا نظر څرګند کړ چه بمونه د ليری کنټرولوونکی دستګا په چلولوسره وچاودل او د انتحاری چاودنې پيښه نه وه ٠

تر اوسه پوری هيڅ سازمان او هيچا ندی اعلام کړی چه د دې پيښې مسئوليت په غاړه لری٠ خو د پاکستان پوليسی مقامات دا شک لری چه دا د اسلامی مذهبی ډلو ترمنځ د انتقام د اخيستلو دپاره تروريستی پيښه وی ٠له يوې خوا څرنګه چه د اکتوبر په لومړی نيټه د پاکستان د شمال ختيځ د سيال کوټ په ښار کښی د شيعه ګانو يو جومات د انتحاری چاودنې له حملې سره مخامخ شو، نو امکان شته چه وروستنی تروريستی حمله له نوموړی انتحاری چاودنې څخه د شيعه ګانو د افراطينو انتقام اخيستل وی٠ له بلې خوا مولانا عظم طارق چه سنيانو د هغه په وياړ د تعزيت مراسم جوړ کړی ؤ، د سنيانو د يوه لغوه شوی نظامی سازمان مشر و او دی سازمان په پاکستان کښی د شيعه ګانو په ضد د انتقامی قتلونو د طرحه کولو او راپارولو په برخه کښی ښه نوم نه درلود ٠

مګر ځينی څيړونکی شخصيتونه هم دا نظر لری چه امکان شته چه د چاودنې د دغو دوو سختو پيښو تر شا چه په يوه اونی کښی پيښې شوې ، کومه دسيسه موجوده وی ، حمله کوونکی د خپل بد نيت په لرلو سره غواړی چه د کشالې د رامنځته کولو له لاری په ټول پاکستان کښی لا سخت شورش راوپاروی٠ نو امکان شته چه د القاعدې سازمان د چاودنې د لارښوونې مجرم وی ٠

له يوې مودې راهيسی ، د پاکستان پوځی او پوليسی مقاماتو له تروريزم سره د مجادلې دپاره لا زيات کوششونه کړيدی ٠ د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف څو ورځې دمخه وويل چه د هغه هيواد امنيت ساتونکی پوځ په دی وروستيو ورځو کښی د پاکستان او افغانستان د سرحداتو د قبائلو په سيمه کښی د القاعدې د سازمان د ځپلو په غرض يو ځل خاص نظامی عمليات ترسره کړل او د دی سازمان څه نا څه سل تنه تروريستان يی ووژل ٠ د سپتمبر په ٢٦ نيټه د پاکستان امنيت ساتونکی پوځ بيا د القاعدې د سازمان مهم مشر امجد حسين فاروق وواژه ٠ فاروق نه يوازی هغه مظنون سړی و چه په ٢٠٠٢ کال کښی يی د امريکې د وال ستريټ د ورځپاڼې خبريال دانيل پيارل وتښتاوه او هغه يی وواژه ٠ بلکه د تير کال په دسمبر کښی يی د دوو ځلو دپاره د جمهوررئيس مشرف په ضد د ناوړه قصد د سوقصد کولو په باب دسيسه جوړه کړه ٠ د پاکستان ځينی سنيان دا نظر لری چه د فاروق وژل کيدل د شيعه ګانو لخوا د پاکستان امنيت ساتونکې څانګې ته د مربوطو استخباراتو د رسولو نتيجه ده٠ د څيړونکو شخصيتونو په نظر، امکان شته چه دغه افواه د القاعدې د سازمان لخوا قصدأ خپره شوی وی ، مقصد يی د مذهبی ډلو ترمنځ د کشالې راپارول او په پاکستان کښی د ګډوډې رامنځ ته کول دی ٠

په ملتان کښی د چاودنې له پيښيدو نه وروسته د پاکستان جمهوررئيس مشرف او صدراعظم شوکت عزيز په خپله وينا کښی پر دې تروريستی پيښې باندی سخته غندنه وکړه او و يی ويل چه پاکستان به تروريزم ته د ضربت د رسولو دپاره لا سخت تدبيرونه غوره کړی٠

د انتقامی قتلونو د مخنيوۍ دپاره د پاکستان پوځی او پوليسی مقاماتو په ملتان او د پنجاب د ولايت په نورو ځايونو کښی احتياطی تدبيرونه نيولی او د پنجاب د ولايت په ټولو مهمو او حساسو ځايونو کښی يی د امنيت د ساتلو دپاره لا قوی ويښتوب ساتلی دی٠ د مشابه پيښو د مخنيوۍ دپاره د پاکستان پوځيان په ملتان کښی ميشته شويدی ٠