<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-16 16:23:40    
يي نينګ ښار ته سفر

cri

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د سينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې د يي نينګ ښار په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړو٠

د يي نينګ ښار د چين د سينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې په شمال لويديځ کې واقع دی ، د ا ښار د قزاقستان د جمهوريت سره ګډه سرحدي کرښه لري ، د يي نينګ په سيمه کې يو مليون اته لکه او ديرش زره تنه خلک شته چې د ښار په ښاري سيمه کې د ويغور ، هان ، قزاق ، خوي په شمول د ١٣ قومونو يو لکو اتيا زره تنه خلک اوسيږي د يي نينګ د سيمې عمومي مساحت ٦٣ زره مربع کيلومتره دی ددې سيمې اورښت زيات دی او ځمکه يې حاصل خيزه ده ، پيداورونه يې زيات او ډير زيات ښکلې منظره لرونکي ځايونه لري ٠

د يي نينګ په سيمه کې معدني پيداورونه د سکارو ، اوسپنې ، د سرو او سپينو زرو ، مسو په شمول څه دپاسه شپيتو ډولو ته رسيږي ، دا سيمه په پخوانۍ زمانه کې د وريښمينې لارې په اوږدو کې يو مهم ځای و ، په دې سيمه کې ښکلې طبيعي منظرې او زيات د ليدو وړ ځايونه او قديمي اثار شته او بې شميره چيني او بهرني سيلانيان ځانته راجلبوي

د يي نينګ ښار شمال خوا ته په ١٥٠ کيلومترۍ کې يو لوي جهيل شته چي ساليمونوميږي ددې جهيل عمومي مساحت تقريبأ شپږ سوه مربع کيلومتره دی او د اوبو مساحت يې ٤٥٧ مربع کيلومتره دی ٠ دا جهيل د سمندري سطحې نه د ٢٠٧٣ مترو په لوړځای کې پروت دی او د جهيل ډير ژور ځای نوي متره لري ٠دا جهيل د

سينجيانګ په لوړځای کې تر ټولو نه لوي جهيل دی ٠ په دې وروستيو کلونو کې په دې جهيل کې يو ډول لوي حيوان راښکاره شوی دی چې شکل يې لکه د کرګدن په شان ښکاري ، دا حيوان تور رنګ او درې متره اوږدوالی لري ، او له خولې څخه يې پاشل شوي اوبه د ستون په شان څو مترو لوړوالي ته رسيږي ٠ دا حيوان په حقيقت کې څه ډول يوحيوان دی او په څه وخت کې راپيدا شوی دی تر اوسه پوري دا د خلکو دپاره يوه نه حله شوې معما ده ٠

د سالمو جهيل شاوخوا ځايونه هوار دي او په دوبي او مني کې شنه چمن او ډير زيات ښکلي ګلان په پراخه توګه غوړيږي ، مالداران په دې هوار او پراخ څړځايونو کې پسونه او أسان بيايي ٠د هرکال په جوﻻي او اګيست کې قزاقيان او مغوليان په دې ځای کې قومي ځانګړي لوبې جوړوي ، مثلأ د وزلوبې ، د أسانو ځغاستې او پهلوانۍ په شمول زياتو لوبو ﻻس پوري کوي ٠

علاوه پر دې د يي نينګ په سيمه کې يو بندر هم شته چې خورګوس نوميږي ٠ دا بندر د يي نينګ ښار څخه يو سلو پنځوس کيلومتره ليری دی ٠ دا بندر لويديځي خوا ته د سينجيانګ د دروازې د خلاصولو دپاره يوه مهمه کړکۍ ګڼل کيږي ٠ همدا شان خورګوس د چين او د خپلواکو هيواونو د اتحاد ترمنځ يو لوي تجارتي بندر دی ، دخورګوس اوسني بندر په يو مشهور کوچني سرحدي ښار بدل شوی دی ٠

د يي نينګ په ښار کي بازارونه زيات دي او خپل ځانګړي خاصيت لري ، هر سيلانيي چې يي نينګ ښارته ځي حتمأ به ددې ښار بازارونو ته ولاړ شي ٠ ددې ښار بازارونه په يو ټاکلي وخت او ټاکلي ځای کې په موقتي توګه جوړيږي ٠ د بازار د جوړيدو په ورځ خلک د يي نينګ سيمې د بيلابيلو ځايونو څخه بازارونو ته ځي ،

بازارونه د خپل حصوصيت سره سم په څو ډولو ويشل کيږي ٠ مثلأ د ميوو بازار ، د خوراکونو بازار او نور بازارونه ٠ د ميوو په بازار کې په عمده توګه مڼې پلورل کيږي ، د يي نينګ سيمه د مڼو د پيداوارو ځای دی او ډير اوږد تاريخ لري ٠ د يي نينګ مڼې زيات ډوله لري ، پرته د ميوو بازار نه د خوراکونو بازار تر ټولوتود ښکاري ، په دې بازار کې د ويغوري قوم ځانګړي خصوصيت لرونکي خوراکونه ليدل کيږي ، مثلأ راز راز مزه دار او خوندورې ډوډۍ چي ورته نان ويل کيږي ، پلو چلو، د پسه او غوايي غوښو کباب او خوندور مانتو او نور ، په تيره بيا د سينجيانګ د پسه د غوښې کباب ډير خوندور او خوشبويي لري او په ټول چين کې يې هم رواج موندلی دی ٠ اوس د چين د مرکز بيجنګ ښارپه زياتو ځايونو کې داسي کباب خوړل کيږي ٠

ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د سينجيانګ د يي نينګ ښکلي ښار په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠