د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، په پاکستان کښی د چين سفارت د اکتوبر په نهمه نيټه خبر ورکړ چه د همدې ورځې په سهار د چين دوه تنه انجنيران په پاکستان کښی تښتول شويدی٠
د چين د سفارت په قول ، اوس څو تنه وسله وال کسان د دغو دوو چينی انجنيرانو په تښتولو سره د جنوبی وزيرستان خوا ته تښتی٠ د پاکستان امنيتی پوځيان د دوی په شا څو سوه مترۍ کښی وړاندی تګ کوی تر څو چه د چينی انجنيرانو د بچولودپاره فرصت پيدا کړی ٠
د خبر له مخی، د چين دغو دوو انجنيرانو د جنوبی وزيرستان د قبائلو سيمې ته نژدی د ګومل زام د اوبو د بند په ابادۍ کښی برخه واخيسته ٠