د سپتمبر په ٢٦ مه نيټه ماښام ، د ٢٠٠٤ کال د نړۍ د مشهورو سندرغاړو په ګډون د سندرو ويلو يو لوی کنسرت د چين د بيجينګ تر لوي ديوال لاندی جوړ شو ، نو په دی ډول يي د بيجينګ د هنرې نمايشونو په بازار کي څو ريکارډونه قايم کړيدي ٠لومړی _ دا تر ټولو نه لوي ورخلاصي کنسرت و او په بري سره ټولې نړۍ ته ريلي شو ٠ دوهم _ دا تر ټولو نه په ګڼ شمير وګړي وو چه ماښام تر لوي ديوال لاندی راغونډ شوي وو او د نړۍ له مشهورو سندرغاړو سره يي کارنوال جوړ کړ او دريم _ دا د لوي ديوال د لرغوني ودانۍاو د نړۍ د ډيرې نوي عاميانه موسيقۍ تر منځ ښه پيوستون و٠
په همدی ورځ د ماښام په ٧ بجو ، د ٢٠٠٤ د لوي ديوال د بينامللي مشهورو سندرغاړو د سندرو ويلو لوي کنسرت د ياسمن ګل تر عنوان لاندی د ماشومانو په اواز د کورس په ډول پيل شو او ور پسي په څه د پاسه ٤ ساعتو کي ، د نړۍ مشهورو سندرغاړو ٥ زرو تنو ننداره چيانو ته د يوې صحنی د موسيقۍ ستره ميلمستيا وړاندی کړه ٠
هر سندرغاړی اغلبا لږتر لږه ٦ بينالمللي عاميانه سندرې وويلي او ددوي ځانګړي صحنه ايز سبکونو او د سندرو ويلو عالي مهارتونو د ماښامي کنسرت فضا ځل په ځل لوړی څپې ته ورسوله ٠د چين د ضرب لرونکي موسيقۍ الو ښځينه ډلې ، د چين د بيجينګ اوپرا د کوچنيانو هيات او د بيجينګ د ١٧١ م منځني ښوونځي په سل ګونو زده کوونکو هم په کنسرت کي نمايشونه ور کړل او د ننداره چيانو تودې چکچکي يي راجلبې کړي ٠
څرنګه چه لوی ديوال د بيجينګ له ښاري سيمې نه ليری دی ، نو د کنسرت لارښوونکي يونټ په دی ورځ کي په خاص ډول د ننداره چيانو لپاره عامه بسونه په کرايه واخيستل ٠ په همدی ورځ د مازيګر په ٤ بجو ، له ننداره چيانو نه ډکو سلو لويو بسونو د بيجينګ د کارګرو له جمنازيوم نه لوي ديوال ته حرکت وکړ٠ دا په بيجينګ ښار کي لومړی ځل و چه دومره په ګڼ شمير وګړي د شپې په وخت لوي ديوال ته د سيل لپاره ورغلل ٠ تر لوي ديوال لاندی د موټرونو او بسونو د دريدو ځای په يوه داسي تماشا کوونکي ميدان بدل شوي دی چه پکي څه د پاسه ٥ زره تنه خلک ځايږي او په مجلل لوژ کي يي د بيلا بيلو لويو شرکتونو عمومي مديران او د نړۍ د مختلفو ځايونو نه راغلي نامتو شخصيتونه ناست وو ٠
دغه نمايشونه له سلو نه د زياتو هيوادونو په تليويزيوني ستيشينونو کي هم خپاره شول يا به خپاره شي ، دي وي دي به يي ټول د امريکی د مشهور پروګرام جوړونکي شرکت له خوا جوړ شي او د نړۍ په سلو کي د ٩٥ تلويزيونونو له لارې به دغه نمايشونه وکتل شي٠