<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-09 18:52:02    
خوراکونه او روغتيا

cri

د ډيرو خلکو له پاره الوګان يو ډول معمولي سبځي ده خو زيات خلک په دي نه پوهيږي چه د غذايت له نظره دا يو ډول ډير ښه غذايت لرونکي خوارک دي ٠ په الوګان کې ډير البومين او ويتامين سي موجود دي چه د دغو دواړو موادو اندازه يي د مڼۍ د غذايي موادو د اندازي لس چنډه دي ٠ دغه راز په الوګان کي ويتامين بي ، او د اوسپني او فلسفورس په ګډون ځيني معدني مواد هم موجود دي چه اندازه يي هم د مڼۍ په نسبت ډيره زياته ده ٠ نو په ځينو ځايونو کې الوګانو ته د مځکې لاندې مڼۍ يا سيب زيرزميني وايي٠ د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې خلک د الوګانو څخه جوړ شوي خوراکونه ډير خوښيږي ٠ مثلأ په هالنډ کې په دولتي ميلمستيا کې د الوګانو څخه جوړ شوي خوراک د ډوډۍ پر ميز باندي مهم ځاي لري ٠ دغه راز په روسيه ، منځني اسيأ او انګلستان کې ټول خلک د الوګانود جوړ شويو خوراکونو سره خاصه مينه لري ٠ نه يوازي په کورونو کې د ډوډۍ پر ميز بلکه په لويه ميلمستيا کې هم د الوګانو جوړ شوي ډول ډول خوراکونه ليدل کيږي ٠ په هنګري کې يو ډول خوراک چه د الوګانو ، پياز او د غوايي له غوښې څخه جوړ شوي ، خاص د محترمو ميلمنو له پاره راوړل کيږي ٠ نو ځکه ويل کيږي چه الوګان د جوړونې له پاره هم ډير استعماليداي شي ٠ پرته د الوګانو نه زمونږ په ورځني ژوند کې هم نور زيات خوراکونه زمونږ د روغتيا له پاره ډير ه ګټه لري ٠