<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-09 19:10:37    
د افغانستان په ديموکراتيک بهير کی يو مهم قدم

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، په افغانستان کی د جمهوری رياست انتخابات د څو څو وارو د ځنډيدو نه وروسته بالاخره د اکتوبر په ٩ نيټه پيل شول . د افغانستان د پيچلو حالاتو په نظر کی نيولو سره به د روانو انتخاباتو د رايی ورکولو او حسابولو په بهير کی ځينی احتمالی سوتونزی راپيدا شی ، خو پروا نه لری چه په نوموړی بهير کی څرنګه حالت او څه نتيجه منځ ته راشی ، د افغانستان لپاره به نوموړی انتخابات د ديموکراسی او نوی پيل په لوری يو مهم قدم وګڼل شی .

د نهمی نيټې د رايی ګيرۍ په ترڅ کی به د لسو مليونو شپږو لکو تنو هغو راي ورکوونکو لخوا چه خپل نومونه يی ثبت کړل ، له ١٨ تنو اړوندوکانديدانو څخه يو تن شخصيت د افغانستان د راتلونکی مشر په توګه وټاکل شی . د اوسنيو حالاتو له نظره به ډير امکان وی چه حامد کرزی به د جمهوررييس څوکی وګټی . کرزی چه نرم سياست چلوی ، هم د خپلو شخصی ګټو لپاره د مختلفو نظامی تنظيمونو د قوماندانانو ترمنځ په کشمکش او رقابتونو کی نه دی ګډون کړی او هم د طالبانو د عالی رتبه ؤ شخصيتونو په شان دروند مذهبی رنګ نه لری . نو په دی وجه کرزی د هغو اکثرو افغانانو لخوا چه سولی ته ډير ليوال دی ، ملاتړ حاصل کړی دی . د ګڼ شمير افغانانو لپاره چه د ډيرو کلنی جګړو مصيبتونه او کړاونه يی وګالل ، سوله او ازادی تر هرڅه نه مهمه ښکاری او ددی هدف د سرته رسولو په بهيرکی به کرزی ددوی غوره مشر وګڼل شی .

د جمهوررييس د څوکی د ګټلو په رقابت کی د پوهنی پخوانی وزير يونس قانونی د کرزی يو عمده رقيب ګڼل کيږی . دوه کاله دمخه هغه اعلام کړی و چه د کرزی په مشرۍ په انتقالی حکومت کۍ برخه وانه خلی او د جمهوررييس د راتلونکی څوکی د ترلاسه کولو لپاره يی په خپلو مقدماتی فعاليتونو لاس پوری کړ . سربيره پردی بل کانديد دوستم هم يو غښتلی شخصيت بلل کيږی .

د روانو انتخاباتو په بهير کی که چيری کوم کانديد نه وی چه د نهمی نيټې په رای ګيرۍ کی په سلو کی له پنځوسو نه زياتې رايی ترلاسه کړی ، نو د رايو د شمير له مخی به لومړنی او دوهم کانديدان د نوموړی رايي ګيرۍ د دوهم پړاو په رقابت کی ګډون وکړی . د ځينو کتوونکو په نظر ډير امکان شته چه کرزی به په لومړی پړاو کی بری وګټی . امأ که چيری رايی ګيری دوهم پړاو ته داخل شی ، نو حالات به يی پيچلی شی او کرزی بايد د هغو احتمالی کړووړو د مخنيوی لپاره تدبيرونه ونيسی کوم چه د هغو کانديدانو پلويان چه د رايی ګيرۍ په لومړی پړاو کی ناکام شول ، بل کانديد ته رايی ورکړی .

د بن د موافقتنامی له مخی چه د ٢٠٠١ م کال په پای کی لاسليک شوه ، ټاکل شوی و چه د افغانستان روان انتخابات د تيری جون د وروستيو ورځو نه مخکی سرته ورسيږی . مګر له دی امله چه د رايی ورکوونکو د نومونو د ثبتولو بهير بطی شو او د افغانستان امنيت هم کمزور و ، نود نوموړو انتخاباتو نيټه بيا بيا وځنډيدله . اوس بالاخره دغه انتخابات پيل شوی دی .

د کتوونکو په نظر که څه هم په اوس وخت کی د افغانستان امنيت لا هم کمزور دی ، امکان شته چه د راي کيرۍ بهير به د طالبانو له وران کاری سره مخامخ شی او د رايو د حسابولو په ترڅ کی به ځينی اختلافات راپيدا شی ، خو شک نه شته چه د افغانستان لپاره به دغه انتخابات د ديموکراسی او نوی پيل په لوری يو مهم قدم وګڼل شی .

د طالبان رژيم د نسکوريدو نه وروسته لومړې په ٢٠٠١ م کال کی د افغانستان موقتی حکومت جوړشو او ورپسی د ٢٠٠٢ م کال د جون په مياشت کی انتقالی حکومت جوړشوی و . د روان کال د جنوری په مياشت کی د افغانستان د لويی جرګی په غونډه کی نوی اساسی قانون تصويب شوی او په هغه کی ټاکل شوی چه افغانستان به يو اسلامی جمهوريت وی او په راتلونکی دولتی قدرت کی به جمهوررييس نه يوازی دولتی او حکومتی مشر وی ، بلکه به د وسله والو قواوو عالی قوماندان هم وی چه په دی ډول د جمهوری رياست د انتخاباتو د پرځای کولو لپاره لاره هواره شوی ده . اوس د عمومی انتخاباتو په روانيدو سره به د بن د بهير په نامه د جګړو نه وروسته د افغانستان په ديموکراتيک بهير کی ډير مهم ګام واخيستل شی .

البته د افغانستان په وړاندی به لا هم زيات مشکلات او ستونزی پرتی وی . لکه د تروريستانو فعاليتونه زيات او ليونی دی ، جنګی سرداران به کله نا کله جګړه رامنځ ته کړی ، اقتصاد ی وده د مخدرو موادو د توليدولو پر اتکا لری او داسی نور . خو شک نه شته چه د نوموړو انتخاباتو په ختيمدو سره به د افغانستان د تاريخ يوه نوی پاڼه واړوله شی او رايی ورکوونکی به نه يوازی د هيواد جمهوررييس انتخاب کړی ، بلکه به يو د سولی ، ثبات او سوکالی نه ډک افغانستان د رامنځ ته کيدو لپاره بنسټ هم کيښودل شی .