د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، اوس د پاکستان مربوط مقامات د تښتول شويو چينی انجنيرانو د امنيت د تامينولو دپاره له وسله والو کسانو سره د تماس نيولو دپاره کوششونه کوی٠
په پاکستان کښی د چين د سفارت د تازه خبر له مخی، د اکتوبر د نهمې نيټې د سهار په اتو بجو د چين دوه تنه هغه انجنيران چه په پاکستان کښی يی د ګومل زام په نامه د اوبو په وسيله د بريښنا د توليدولو د مرکز په جوړونه کښی برخه واخيسته ، له يوه محلی پوليس سره يو ځای د موټر په ذريعه د پروژې ميدان ته د تللو په لاره کښی د شپږو تنو وسله والو کسانو لخوا وتښتول شول٠ د چين سفارت په دی مناسبت د پاکستان له مربوطې څانګې څخه عاجله غوښتنه وکړه چه سمدلاسه د تدبيرونو په غوره کولو سره د چينی انجنيرانو پته پيدا کړی او په پوره طاقت سره دی دوی بچ کړی ، دغه راز بايد په دی پروژه کښی د چين د نورو فنی پروسونلو امنيت وساتی ٠
اوس نوموړی وسله وال کسان د درو يرغملو په تښتولو سره د جنوبی وزيرستان خوا ته تښتی٠ د پاکستان امنيتی پوځيان د دوی په شا څو سوه مترۍ کښی تعقيب کوی، خو د يرغملو د امنيت په نظر نيولو سره يی تر اوسه پوری لاهم تدبيرونه ندی غوره کړی٠ د محلی نظامی مقاماتو مامور محمد شاه دا څرګنده کړه چه اوس دوی له وسله والو کسانو سره د تماس نيولو دپاره کوششونه کوی ٠