د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په ٩ مه نيټه سهار په پاکستان کی دوه چينی انجنيران د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی وو او له دې نه وروسته په پاکستان کی د چين لوی سفارت د ډول ډول تدبيرونو په نيولو سره د نوموړو انجنيرانو د ژغورلو دپاره کوښښ وکړ.
د چين لوی سفارت د خبر د اورېدو نه وروسته سم دستی جمهور رئيس مشرف ته خپله سخته توجه څرګنده کړه او په بيړه سره يی د پاکستان له حکومتی او نظامی خواوو سره تماس ونيوه او د هر ډول تدبيرونو په نيولو سره د دوو يرغملانو په امن د خوشی کېدو په هکله له پاکستان څخه غوښتنه وکړه .مشرف د نومړی پېښې په هکله له چين څخه معافی وغوښتله او دا يی څرګنده کړه چی پاکستان به تر ممکنه حده پوری د يرغملانو د ژغورلو دپاره کوښښ وکړی.
د نوی خبر له مخی د پاکستان د امنيتی پوځ او د محاصره شوی وسله والو کسانو ترمنځ خبری اتری اوس پای ته ورسېدی او دوه يرغملان او وسله وال کسان په جلا جلا توګه د پاکستان د محلی قبيلې د مشر له خوا ساتل شوی دی.