د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په ٩ مه نيټه په افغانستان کی د امريکې پوځ د خپلو جنګی الوتکو په ليږلو سره د افغانستان په اورزګان ولايت کی د طالبانو پر پټ ځای باندی بمبارۍ وکړې او په نتيجه کی د طالبانو ٢٥ تنه عناصر مړه شول.
د اورزګان ولايت والی جان محمد له خبريالانو سره په تلفونی مرکه کی نوموړی خبر ثابت کړ.
ور پسی د طالبانو يو نطاق وويل چی په دغه بمبارۍ کی مړه شوی کسان ټول عامه خلک دي.