<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-10 18:16:44    
د ايدز ناروغانو سره د پاملرنې د څرګندولو لپاره د لسو زرو تنو ښځو په ګډون د ليري واټن ځغاسته

cri

د سپتمبر مياشتي په شلمه نيټه سهار وختي ، زيات خلک په تلوار سره د ازادۍ پارک ته چه د کينيا د پايتخت نيروبي په مرکز کي واقع دی لاړل ٠ د سهار تر اتو بجو پوري ، په پارک کي په زر ګونو تنه ښځې راغونډې شوې څو چه د ايدز ناروغۍ سره د مجادلې په غرض د ليري واټن د ځغاستې په فعاليت کي ګډون وکړي ٠ په نهو بجو او شلو دقيقو ، د کينيا جمهورريس مواي کيباکي د حکم ور کولو جنډۍ پورته کړه او څه د پاسه لسو زرو تنو ښځو له پارک نه د نيروبي د لوي واټ په اوږدو کي لويديځې خوا ته منډې ووهلې ٠

د ليري واټن په ځغاسته کي د ګډون کوونکو ښځو صف يا ليکه څو کليومترو ته غزيدلي وه ٠ د صف په مخکني قطار کي د څه د پاسه شلو هيوادو د دولتي او حکومتي مشرانو ميرمنې او يو شمير ښځينه ورزشکارانې وې ٠ ددوي تر شا په کينيا کي د مختلفو هيوادو ښځينه ديپلوماتانې ، د افريقې او د نړۍ د مختلفو هيوادو ښځينه پارلماني غړي ، د غير حکومتي سازمانونو ښځينه استازي ، ښځينه زده کوونکي او ښځينه ښاريانې وی ٠ ددوي په منځ کي ځيني سپين سري او ځيني د ميندو په اوږو باندي ناست ماشومان وو ٠ دوي هم منډۍ ووهلې او هم هغه لوحې يي ښورولي کومې چه د ايدز ناروغۍ د مخه نيولو او د ايدز ناروغانو ته د پاملرنه ور کولو په شمول شعارونه ور باندي ليکل شوي وو ٠

د معلوماتو له مخي ، ددی فعاليت د ښه اجرا کولو لپاره جوړوونکو يوه اوني دمخه د کينيا د حکومتي دفتر په مخ او مغازو او ښوونځيو کي په تبليغاتو پيل وکړ او د نومونو ثبتول يي ومنل ٠ د فعاليت عايدات به ټول د کينيا له يتيمانو سره په تيره بيا د ايدز ناروغي لرونکو يتيمانو سره مرسته وکړي ٠

د نيروبي ښار د اوسيدونکي چاچوي د کورنۍ ٦ تنو ښځينه غړو د ليري واټن په ځغاسته کي ګډون وکړ او چاچيوي پخپله د خپلو کورنيو غړو په بدرګه د صف نه دباندي منډې ووهلې ٠ هغه د چين د سين هوا اژانس خبريال ته وويل چه اوس د ايدز ناروغۍ په کينيا کي خپريږي ، مونږ ځکه په دی فعاليت کي ګډون کوو چه غواړو ، ټول خلک له دی موضوع سره علاقه پيدا کړي ٠ ريښتيا ده ، د ايدز ناروغۍ د کينيا يوه عمده ټولنيزه موضوع ګرزيدلي ده ٠ له هغه وخت نه تر اوسه پوري چه په ١٩٨٤ کال کي په کينيا کي د ايدز لومړي ناروغ پيدا شو ، په دي هيواد کي يو مليونو يو لک تنه د ايدز ناروغۍ په اثر مړه شويدي ٠ اوس په کينيا کي لا هم دوه مليونو دوه لکه تنه د ايدز ناروغۍ په ويروس اخته شويدي چه پکي يو مليونو يو لک يتيمان دي ٠ د ليري واټن د ځغاستي دغه فعاليت د م م د ماشومانو د صندوق په شمول د بينالمللي سازمانونو او ځينو غير حکومتي سازمانونو له خوا جوړ شويدی ٠ ددي فعاليت جوړوونکي وويل چه د دغه فعاليت د اجرا کولو مقصد دا دی چه د ايدز له ناروغانو سره په تيره بيا د ايدز په ناروغۍ د اخته شويو ښځو او ماشومانو سره د خلکو پاملرنه او مينه راجلبه کړي ٠

د مربوطو استادو له مخي ، که څه هم د افريقې د وګړو شمير يوازي د نړۍ د نفوس يو پر لسمه برخه نيسي ، خو د ايدز د ناروغانو او د ايدز ناروغۍ د ويروس لرونکو خلکو شمير په ټوله نړۍ کي د ايدز ناروغانو او د ايدز ناروغۍ د ويروس لرونکو خلکو د عمومي شمير په سلو کي څه نا څه اويا برخه نيولي او نژدي ٣٠ مليونو تنو خلکو ته رسيدلی دی او پکي لږ تر لږه د ٣ مليونو ٥ لکو تنو عمرونه له ١٥ کالو نه کم دي ٠

د نيروبي د تجارتي اتحاديي يو تن مسول ښاغلی وود هم د ليري واټن ځغاسته کتله او هم د چين د سين هوا اژانس خبريال ته يي ويل چه مونږ وليدل چه ډير زيات خلک د ايدز ناروغۍ په اثر مړه شويدي ٠ ننني فعاليت خلک ويښولي شي چه خپلې ميندې او ماشومان د ايدز له ناروغۍ څخه بچي کړي او دغه تراژدي بيا راپيښه نه شي ٠

د ليري واټن د ځغاستې د پيل نه ٣٩ دقيقې وروسته ، لومړي ګډون کوونکي د ازادۍ پارک ته ستنه شوه ، ور پسي ګډون کوونکي ډله په ډله راستنې شوې ٠ د کينيا د جمهورريس ميرمن لوسي کيباکي په دوو ساعتو او نهړ دقيقو کي هم د ازادۍ پارک ته ستنه شوه ٠ هغې وويل چه نن مونږ د ايدز ناروغۍ سره د جګړې د اعلامولو لپاره دلته راغلي يو ، البته دا يوازي او يوازي پيل دي ٠

د فعاليت د پای ته رسيدو دمخه ، ټولو ګډون کوونکو ښځو ځل په ځله په لوړ اواز وويل چه د ښځو روغتيا دی وساتل شي ، د ماشومانو سره دی پاملرنه وکړي شي او د ايدز د ناروغۍ مخه دي ونيوله شي ٠ دغه اواز په زيات وخت کي د پارک دپاسه انګازي کولې ٠