<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-10 19:41:22    
په مسکو کښی د ميلياردرانو شمير له نيويارک څخه اوښتی دی .

cri

د يوه تحقيقاتی راپورڅخه چه لږه موده دمخه د فوربس دمجلی له خوا وړاندی شوی، څرګنديږی چه په روسيه کښی شپږ ديرشميلياردران شته چه په دی جمله کښی دری ديرش ميلياردران په مسکو کښی دی. دا معنی ورکوی چه په مسکوکښی د ميلياردران شمير د لومړۍ ځل دپاره له نيويارک څخه واوړی او په نړۍ کښی يو داسی ښار ګرځيدلی دی چه دنورو ښارونو په نسبت ډير زيات ميلياردران لری .که څه هم د پوتين حکومت د روسيی د پانګه والو د مشرانو په مقابل کښی کنترول تقويه کړی دی ، خو د ارقامو له نظره په روسيه کښی د شتمنۍ او غريبۍ تر منځ فاصله لا هم دپراخيدو په حال کښی ده .د ٢٠٠٤ کال په لومړۍ نيمايی کښی د روسيی د اتباعو عمومی عايدات څلور زره اته سوه دريويشت مليارډه شپږ سوه مليونه روبل وو. د اټکل له مخی په سلو کښی د لسو ډيرو بډايانو عايدات د عمومی شمير په سلو کښی ديرش نيسی او دغه تناسب لا هم د پر له پسی لوړيدو په حال کښی دی .

په جاپان کښی د سل کلنو سپين ږيرو او سپين سرو شمير زيات شو ی دی .

د جاپان حکومت په دی نژديو وختونو کښی وويل چه روان کال په جاپان کښی د سل کلنو سپين ږيرو او سپين سرو شمير دری ويشتو زرو اته ديرشو تنو ته رسيدلی چه په تاريخ کښی يی نوی ريکارډ قايم کړی دی .

د جاپان دروغتيا او کار وزارت وويل چه روان کال د هغو سپين ږيرو او سپين سرو شمير چه عمر يی سل کالو ته رسيږی ،په تيرکال کښی د شل زرو پنځو سوو يو

شپيتو تنو له ريکارډ څخه اوښتی دی . د نوموړی وزارت له خوا داعلام شويو ارقامو څخه څرګنديږی چه په داسی حالت کښی چه سپين ږيری او سپين سری ورځ په ورځ زياتيږی، د جاپانی هيوادوالو عمر ډير اوږد شوی دی .

جاپان يو داسی هيواد د ی چه دهيودوالو عمر يی د نورو هيوادونو په نسبت ډيراوږد دی ، په ٢٠٠٣ کال کښی د ښځو منځنی عمر پنځه اتيا اعشاريه دری کالو ته ورسيد او د نارينه و منځنی عمر يی اته اويا اعشاريه دری کاله و . کار پوهانو وويل چه جاپانيان په عمده ډول کبان خوری او د تيټ درجی چربی خوراکونه خوری ، دا د جاپانيانو داوږ د عمر عمده علت دی .