د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې په پاکستان کې د چين د سفارت د اکتوبر د لسمي نيټې د تازه خبر سره سم د پاکستان د رسمي مقاماتو استازي اوس د منځګړو له ﻻرې د هغو وسله والو کسانو سره چې دوه چيني انجنيران يې تښتولي دي د چيني يرغملو د خوشي کولو د طريقې په باب خبرې اترې کوي ٠ په اسلام اباد کې د چېن د سفارت مطبوعاتي وياند جانګ يي مين په همدې ورځ وويل د چيني يرغملو د خوشي کولو په باب خبرې اترې د لسمي نيټي د غرمې نه مخکې پيل شوې ، هغه وويل اوس د دوو چيني انجنيرانود امنيت په برخه کې کوم پرابلم نشته ( هغه هيله وکړه چې دا پيښه د سالم حلوفصل پر لور روانه شي ٠
|