د سين هوا اژانس د خبر له مخی :د اکتوبر په ١٠مه نيټه ماښام د پاکستان په ختيځ ښار لاهورکی د شيعه ګانو په يو مسجد کی يوه انتحاری چاودنه وشوه او لږ تر لږه څلور تنه مړه او ډير کسان ټپيان شول .
تر اوسه پوری هيڅ سازمان دا نه ده څرګنده کړی چی د دی چاودنی مسوُليت په خپله غاړه واخلی .د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيخ رشيد احمد ددی چاودنی د پيښيدلو نه وروسته سمدلاسه دا چاونه وغندله .