<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-11 18:58:37    
چين د بيړيو د جوړولو له لوی هيواد نه د بيړيو د جوړولو په قوی هيواد بدل شو ی دی

cri
دچين د بيړيو د جوړولوصنعت لرغونی تاريخ لری، ډير پخوا چين د بيړيوپه جوړولو پيل کړی و . خو تر معاصری زمانی پوری دچين د بيړيو د جوړولو صنعت د رکود په حال کښی و ، دچين د ازادۍ په بيګاه يوازی د بيړيو د جوړولو څه د پاسه شل فابريکی موجودی وی او کارګران يی له شلو زرو تنو څخه هم کم وو . .د نوی چين د تاسيس نه وروسته په پنځه پنځوسو کلونو کښی چين د بيړيو دجوړولو په صنعت کښی ځلانده برياليتوبونه لاس ته راوړی د ی . پخوا چين هر کال يوازی د څو لس زرو ټنو په ظرفيت د بيړيو جوړولو طاقت درلود او تر روان کاله پوری به د بيړۍ د جوړولو طاقت له اتو مليونو ټنو څخه واړوی . تر ٢٠٠٥ کاله پوری به توليدی اندازه يی لسو مليونو ټنو ته ورسيږی او د نړۍ څه د پاسه نويو هيوادونو او سيموته به صادری شی او په مسلسلو نهو کلونو کښی به په نړۍ کښی دريم مقام ونيسی . د اصلاح او ورخلاصون د پاليسۍ د تنفيذ نه مخکښی چين په عمده ډول د مالونو د تبادلی په شکل خارج ته ډيری لږ شمير بيړۍ صادری کړی . له ١٩٥٢ کال نه تر ١٩٧٨ کاله پوری په اوه ويشتو کلونو کښی ټول د يو لکو شپيتو زرو تنو په ظرفيت يی بيړۍ خارج ته صادری کړی وی .د ١٩٧٧ کال د دسمبر په مياشت کښی دګوند مرکزی کميټی داسی پاليسۍ طرحه کړه کوم چه دچين بيړۍ بايد بين المللی بازار ته داخلی شی. وروسته تر هغه دچين د بيړيو د جوړولو صنعت بين المللی بازار ته خپله لاره پرانيستله او د نړۍ د بيړيو د جوړولو په صنعت کښی يوه ډيره مهمه قوه وګرځيدله . بين المللی بازار ته د بيړيو جوړولود صنعت د داخليدو دپاره چين يوه ډيره ګرانه لاره وهلی ده ، په ابتدايی موده کښی چين له بين المللی بازار سره بلد نه و او په نړۍ کښی د بيړيو د جوړولو د ستندرد په باب يی معلومات هم نه وو تر لاسه کړی ،نن چين د بين المللی معيار له مخی بيړی جوړوی او د بيړيو دجوړولو ګڼ شمير کارګرانو په دی لاره کښی ستر کوششونه ترسره کړی دی . دچين د بيړيود جوړولو صنعت په بين المللی بازا رکښی په سيالی کښی په پر له پسی ډول وده کړی او غښتلی شوی دی ، په ١٩٨٠ کال کښی کلنی توليدی اندازه يی يوازی دوه لکه ټنه وه او په نړۍ کښی يی اوولسم مقام نيولی و او په ١٩٩٥ کال کښی د بيړيو د جوړولو توليدی اندازه د لومړۍ ځل دپاره له المان څخه واوښته او په نړۍ کښی يی د بيړيو دجوړولو په بازار کښی په سلو کښی پنځمه برخه ونيوله او د جاپان او د کوريا د جمهوريت نه وروسته د بيړيو د جوړولو په برخه کښی به د نړۍ دريم لوی هيواد يی بدلون وموند . دچين د بيړيو صادراتی اندازه په چټکۍ سره زياته شوی ده ، تر اوسه پوری دصادر شويو بيړيو اندازه دچين د بيړيو دعمومی اندازی په سلو کښی اويا برخه نيسی او دغه بيړۍ د امريکی ، انګليستان ، المان ، جاپان او فرانسی په شمول نويو هيوادونواو سيمو ته صادری شوی دی چه په دی جمله کښی نيمايی يی اروپا ته صادری شوی دی . داصلاح او ورخلاصون د پاليسۍ د تنفيذ نه وروسته چين په پر له پسی ډول له خارج څخه د بيړيو او د بيړيو د پاره دتجهيزاتو د جوړونی پنځوس تخنيکونه وارد کړی دی ،تصديو اوانسټيتيوتونو په فعاله توګه له دغوتخنيکونو څخه زده کړه وکړه او په پر له پسی ډول يی نوښت او ابداع را منځ ته کړ چه په نتيجه کښی د بيړيو د جوړونی طاقت په ښکاره توګه اوچت شوی دی .اوس چين هغه ډول ډول بيړۍ جوړولی شی کوم چه د بين المللی ستندرد په مطابقت د نړۍ په بحری قلمرو کښی تګ راتک کولی شی نن ورځ دچين د بيړيو د جوړولو صنعت د چټک انکشاف نوی مرحلی ته داخل شوی دی ، انکشافی سرعت يی د نړی د نورو هيوادونو په نسبت ډير چټک دی . داټکل له مخی به د بيړيو د جوړولو توليدی اندازه له اتو مليونو ټنو څخه واوړی چه دغه رقم به د نړی په بازار کښی په سلو کښی پنځلس برخه ونيسی . دعلمی او تخنيکی اختراعاتو په نتيجه کښی دچين د بيړيو د جوړولو صنعت په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی .