<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-11 19:04:38    
د زړو کسانو روغتيا ته دي پاملرنه وکړي

cri
کله چه انسان کره عمر ته داخل شي ، د صحت په بيلا بيلو جهازونو کې به حتمأ بدلون رامنځ ته شي او له دي امله به په بدن کې د ناردغيو سره مقاومتي طاقت يي کمزور شي ٠ نو د ځوانانو په نسبت د زړو کسانو د ناروغتيا څرګندوي ښکاره نه دي حتي د ناروغتيا سختوالي يي هم څرګند نه دي ٠ مثلأ د سږي د پاړسوپ ناروغۍ د زړو کسانو د مړينې له عمده عليتونو څخه دي ٠ خو ځيني سپين ږيري يا سپين سرې که څه هم په نوموړي ناروغۍ اخته شوي ، مګر د تبې، ټوخي ، د سينې دردوالي او داسي نور عوارض څرګند نه دي ، نو کله کله د علاج له پاره ډير مساعد وخت ځنډيدلي دي ٠ بر سيره پر دي زوړ کسان تل په يو خت کې په څو ناروغيو اخته کيږي ، نو داسي خطر ناک حالت رامنځ ته کيږي چه يوه ناروغۍ د يوې بلې ناروغۍ له خوا پټه شوې ده ٠ نو په دي اثر به د دوي په بدن کې رامنځ ته شوي نوي ناروغۍ نه شي کشف کيداي ٠ نوځکه د کورني نور غړي دي د دوي په ژوند کې رامنځ ته شوي بدلون ته متوجه کړي څو چه نوي ناروغۍ په وخت کشف شي ٠ بله مسئله داده چه که زاړه کسان په کومې ناروغۍ اخته شي ، عمومأ د علاج دوره او د روغ جوړ کيدو وخت نسبتأ اوږد وي ، نو په دي وجه په دي وخت کې د زړو کسانو روان شناسي مسئله راپيدا کيږي ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر د زړو کسانوپه اړه د روان شناسي مسئلې په عمده توګه له دي څخه ښودل شوي چه عقل يي کندشوي ،حرکت يي ورو،زړه يي ناارامه ښکاري او حتي له علاج څخه يي ډير ويريږي ٠ نو په دي اثر په هره کورنې کې د زړو کسانو ورغتيا ته دي تر پاملرنې لاندي راشي څو چه زاړه کسان که ناروغ شي ، په وخت تر روغتيايي ساتنې او علاج لاندې کيږي ٠