د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان حکومت د اکتوبر په يولسمه نيټه دا خبره بيا تائيده کړه چې پاکستاني خوا به د ډيرې باوري ﻻرې نه په پوره قوت سره د وسله والو کسانو لخوا تښتول شويو دوو چيني يرغملو ته نجات ورکړي ٠ د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز په همدې ورځ په تيلفون کې د چين لوي سفير جانګ څون شيانګ ته وويل د پاکستان حکومت د چيني يرغملو پيښې ته ډيره توجه لري ، حکومت به په پوره قوت سره دا تامين کړي چې چيني يرغمل په امن سره خوشي شي د پاکستان يو امنيتي مامور په همدې ورځ وويل د پاکستان رسمي مقامات اوس ﻻهم د منځګړيو شخصيتونو له ﻻري د يرغمل تښتونکو سره خبرې اترې کوي ، نوموړي مامور هم باور څرګندکړی دی چې که څه هم د تښتونکو لخوا ټاکل شوي ضرب الاجل تير شوی دی خو چيني يرغمل به له خطر سره مخامخ نشي ٠
|