د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هسپانيې د ملي دفاع وزير جوس بونو د اکتوبر په يولسمه نيټه اعلام وکړ چې په افغانستان کې د هسپانيې پنځه سوه تنه پوځيان به د افعانستان د جمهوري رياست د عمومي انتخاباتو د پاي ته رسيدو نه وروسته په پوره توګه له افغانستان څخه ووځي ٠ هغه وويل هسپانيه له دې سره موافقه نه لري چې د ناتو بلاک په مداومه توکه په افغانستان کې خپل پوځيان ميشته کوي ، ځکه د افغانستان د عمومي انتخاباتو د پاي ته رسيدو نه وروسته بينالمللي ټولنه بايد د افغانستان د ملي حاکميت احترام وکړي
|