د چين د سی ار ای راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی، د پاکستان د صوبه سرحد ګونر حسين د روانی مياشتی په يوولسمه نيټه په پېښور کی د چينی يرغمالو په باب نوی معلومات د چين اړوندو استازيو ته ور کړل ٠
حسين وويل چه تښتول شوی دوه چينی انجنيران ﻻ هم د تښتونکو تر کنترول ﻻندی دی ٠ د نوموړی پېښی د حل وفصل په هکله د خبرو اترو په باب هغه وويل چه د روانی مياشتی په يوولسمه نيټه د مسعودود قوم دېرشو مشرانو چه تښتونکی او يرغملی ئی ترخپلی څارنی او ساتنی ﻻندی راوستلی دی، د صوبه سرحد له سياسی نماينده سره د ټانک په علاقه داری کی غونډه جوړه کړه او د عبداله مسعود سره خرو اترو په باب ئی بحث وکړی چه څرګنده کړی ئی ده چه د يرغمالو د پېښی په باب مسئوليت په غاړه لری ٠غونډی پړېکره وکړه چه په دوولسمه نيټه به د ﻻ زياتو مشرانوپه ګډون غونډه جوړه شی تر څو د يرغمالو د پېښی د حل وفصل په باب پړېکره وکړی شی٠